د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت ویلي، په تېره اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې شاوخوا ۱۰۴ زره مټریک ټنه توکي انتقال شوي، چې ډېره برخه یې واردات دي.
د حیرتان له لارې ۷۳ زره ټنه، د اقینې له لارې څه باندې ۴ زره ټنه، د تورغونډۍ له لارې ۱۶ زره ټنه او د هرات–خواف له لارې نږدې ۱۰ زره ټنه انتقال شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، له دغو انتقالاتو یوازې ۱۹۳ مټریک ټنه صادرات شوي، چې زیاتره یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.
کارپوهان وايي، د وارداتو د لوړوالي او د صادراتو د کموالي دوام د افغانستان یو مصرفي اقتصاد ښيي، چې د کمزوري اقتصادي وضعیت او د بېکارۍ د زیاتوالي لامل کېږي.