د پاکستان د کورنیو چارو د دولت وزیر طلال چودري ویلي، حکومت یې د ترهګرۍ پر وړاندې پرېکنده دریځ لري او که د ډیورنډ کرښې د امنیت په اړه له طالبانو سره خبرې بېنتیجې پاتې شي، اسلاماباد به له هغوی سره د ټوپک په ژبه خبرې وکړي.
هغه ترهګري د پاکستان ستره ننګونه بللې او ادعا یې کړې چې د دغه هېواد په بریدونو کې ډېری بریدګر افغانان دي.
چودري ټینګار کړی چې د ډیورنډ کرښې د خوندي کولو لپاره به کلک امنیتي تدابیر ونیول شي او پوځي عملیات به د کورني امنیت او پانګونې د خوندیتوب لپاره دوام وکړي.