د قطر د بهرنیو چارو وزارت سلاکار، محمد بن عبدالعزیز الخلیفي، د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو په ناسته کې ویلي، دوحه چمتو ده د طالبانو د حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د سازنده تعامل د تضمین ترڅنګ د افغانستان بشري اړتیاوو ته رسېدنه یقیني کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې قطر به د افغانستان د ثبات لپاره خپلې دیپلوماتیکې هڅې روانې وساتي او په اوسنیو حساسو شرایطو کې د سیمهییزو همکاریو او د افغانانو د هر اړخیز ملاتړ اړتیا ډېره ده.
الخلیفي د افغانستان د وروستي زلزلهځپلو له قربانیانو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او ویلي چې د اسلامي همکاریو د سازمان غړي هېوادونه باید یو موټی شي او د افغانانو د ملاتړ لپاره د مانا لرونکي خبرو زمینه برابره کړي.
هغه ویلي، قطر د اوږدمهالو انساني، پراختیایي او دیپلوماتیکو هڅو دوام ته ژمن دی.
د یادونې ده چې قطر اوس د طالبانو حکومت د ډیپلوماسۍ مهم مرکز بلل کېږي او د دوی او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د منځګړیتوب رول لوبوي.