د اسټرالیا د جګړې ملي یادګار د دې هېواد تر ټولو ویاړلي سرتیري بن رابرتسسمېت نوم د ملي ویاړونو له کتار څخه لرې کړی دی.
دا اقدام وروسته له هغه وشو چې د افغانستان جګړې پر مهال د هغه د جنګي جنایتونو تورونه د فدرالي او سترې محکمې له لوري د باور وړ وګرځول شول.
رابرتسسمېت، چې د ویکټوریا کراس مډال ګټونکی دی، د څلورو ملکي کسانو په وژنه تورن شوی و، خو تر اوسه په هېڅ جنایي قضیه کې نه دی محکوم شوی.
د محکمې وروستیو پرېکړو وروسته، ملي یادګار اداره اړ شوې چې د هغه د ویاړونو په اړه یادګاري لیکنه بدل کړي او نوم یې له رسمي ویاړونو لرې کړي.