د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې او منځني ختیځ د سولې لپاره ۲۱ مادهییزه طرحه وړاندې کړې ده.
دغه طرحه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې د اسلامي هېوادونو له مشرانو سره شریکه شوې ده.
د ټرمپ ځانګړي استازي، سټیو ویتکاف، ویلي چې دا طرحه د اسرائیل او سیمې د نورو هېوادونو اندېښنو ته ځواب وايي او هیله ښيي چې ژر پرمختګ وشي.