د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې یې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره لیدلي دي.
هغه ټینګار کړی چې درې فرانسوي اتباع چې په ایران کې بندیان دي، باید سمدستي خوشې شي.
مکرون ویلي، ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.
د ده په وینا، د ایران د ژمنو نهپوره کولو له امله فرانسې، جرمني او بریتانیې د بندیزونو د بېرته لګولو پروسه فعاله کړې ده.