لیکوال: رحمت شاه فراز
۱- ولې مطالعه وکړو؟
۲- مطالعه څرنګه پيل کړو؟
۳- څه مطالعه کړو؟
۴- څومره مطالعه وکړو؟
۵- کله او چېرته مطالعه وکړو؟
۶- د مطالعې لپاره مناسب پلان څه کېدلی شي؟
۷- ايا منظمه مطالعه وکړو که متفرقه؟
۸- ايا ډيجيټل مطالعه اغېزناکه نه ده؟
۹- ايا د کړې مطالعې هېرېدو ته اندېښنه وکړو؟
۱۰- د مطالعې غوره روش څه کېدلی شي؟
دلته په پاسنيو لسو پوښتنو غور شوی دی. د يادونې وړ ده، چې په دې موضوع ډېرې زياتې مقالې او کتابونه په پښتو او دري ژبو کې موندلی شو، خو په دې مقاله کې زه يوازې د خپلو شخصي تجربو له نګاه نه غږېدلی يم او پر هغو لارو او روشونو مې تکيه کړې، چې ما کارولي او ماته يې ګټه رسولې. دا خبرې ممکن د کتابونو له تيوريو سره مطابقت ولري او يا دې وشي چې ټولې خبرې ورسره مختلفې وي. په دې ليکنه کې مې د خبرو طرز داسې دی لکه له خپلې اټوبیوګرافي نه مې چې د مطالعې داستان را ايستلی وي.
۱- ولې مطالعه وکړو؟
دا پوښتنه له ما سره هم وه. خپل ورور به مې ليده، چې په ساعتونو، ساعتونو به يې مطالعه کوله. د اختر په ورځ به موږ په دې فکر کې وو، چې کوم فلمونه وګورو يا چېرته چکر ووهو، خو ورور به مې چې د مېلمنو ترمنځ کومه لنډه وقفه وموندله، نو په هغه لنډه وقفه کې به هم په کتاب کې غرق او له دنيا ناخبره تللی وو. ما سره به تل پوښتنه وه، چې ولې مطالعه وکړو؟ او څه ګټه يې رسېږي؟
خو په تصادفي ډول يوه ورځ یو کتاب لاسته راغی او د دې کتاب تاثير دومره ژور وو، چې په يوه ناسته کې مې ختم کړ او چې ترې پورته شوم، د کتابونو ناوې را نکاح شوې وه او هماغه ورځ شوه او بيا تر ننه زما سفر دی.
دغه کتاب «متاع وقت اور کاروان علم» نومېږي، چې ابن الحسن عباسي لیکلی دی. ضرور نه ده، چې دغه کتاب دې په هر چا همدومره ژور اغېز وکړي، څومره يې چې په ما وکړ. په دې کتاب کې مې ولوستل، چې ابن سينا به يو کتاب څلوېښت ځله لوسته. امام مسلم رح په دې وفات شو، چې د یوې مسئلې په لټون کې دومره ډوب وو، چې په دې نه وو پوه شوی، چې څومره خرماوې يې خوړلې دي. ومې لوستل چې استادانو ته به يې خپلو شاګردانو د حمام د دروازې شاته کتابونه په لوړ غږ لوستل. دغو خبرو د وخت په ارزښت هم پوه کړم او په دې يې هم پوه کړم، چې مطالعه د ځان د ودې لپاره پکار ده. ما په دې کتاب کې د خپلو علماوو ژوند ولیده او غوښتل مې چې له دوی سره ډېر زیات وخت تېر کړم. له خپلې شاوخوا نړۍ مې زړه پورته شو او هغه نړۍ راته ښکلې ښکاره شوه، چې یوازې کتابونه او علما پکې اوسېږي. ما د مطالعې لپاره بل هېڅ لامل او انګېزه نه درلوده، یوازې د یوې ښکلې نړۍ په ارمان کې وم او هغه نړۍ په کتابونو کې وه. دا چې ستاسو انګېزه به څه وي، نه پوهېږم، خو د مطالعې لپاره یوه قوي او تلپاتې انګېزه پکار ده.
۲- مطالعه څرنګه پيل کړو؟
له ماسره فطرتي د شپږو څانګو ډېره شديده مينه پيدا شوه. دا شپږ څانګې فلسفه، اديان، ساينس، ارواپوهنه، ادبيات او کمپيوټر پوهنه وو. کمپيوټرپوهنه خو وروسته زما مسلک هم شو. د دغو متنوع دلچسپيو ګټه دا شوه، چې مطالعه مې ورسره خورا دلچسپه شوه او همدې دلچسپي په کتابونو پورې کلک سريښ کړم او زما غوندې کس ته يې له سهاره د شپې تر ناوخته د مسلسل مطالعې حوصله او انرژي راکوله. زما توصيه دا ده، چې په پيل کې خپله مطالعه متنوع او دلچسپه وساتل شي. دلچسپه په ناولونو يا انځوريزو کتابونو نه، بلکې په ډول، ډول علمي مباحثو يې خوندوره او په زړه پورې وګرځوئ. تر فلسفې، اديانو، ارواپوهنې او ادبياتو دلچسپه موضوعات به چېرې وي؟
ما په پيل کې او تر نن ورځې پورې، په ځان مطالعه سخته او اجباري کړې هم نه ده. له ما فطرتا د ورځې يو څو مخه مطالعه کېږي. په خوا کې يې له يوټيوب خورا مثبته استفاده هم کوم، نړيوالې او داخلي وېبپاڼې او مجلې هم را ګورم او هندي او امريکايي فلمونه او سريالونه مې هم دومره کتلي، چې ډېر کم کسان به راسره سيالي پکې وکړای شي. د دې په خوا کې مې وخت په وخت د استاذ شرف الدين عظيمي او استاذ جمشيد رسا په سيمينارونو کې هم ګډون کړی او اوس چې له هېواده بهر يم، کوشش مې دا وي، چې هر سيمينار يې واورم. په دې معنا، چې د مطالعې په خوا کې مې خپل ژوند هم متنوع ساتلی دی او د ژوند له هر اړخ او کونج نه مې تر وسه وسه د خوند اخيستو کوشش کړی دی.
البته يوه نکته مې تل په ذهن کې وي، چې مطالعه بايد حتمي وکړم، هغه که د يوه سيمينار د اورېدو په بڼه وي او يا د يوه ښوونيز فلم د ليدو په بڼه. مطالعه يوازې کتاب نه دی. مطالعه د خپل ذهن سالمه تغذيه ده، په هر ډول چې ممکنه وي بايد وشي او خپله ورځ بې معنا تېره نه شي.
د کتابونو په خوا کې زما ژبې هم متنوع وې. زما نه يادېږي چې ما دې مسلسل په يوه ژبه مطالعه کړې وي. په پيل کې به مې هره ورځ په اردو، پښتو، دري او انګريزي مطالعه کوله، خو اوس چې دوه کتابونه په يوه ژبه کې مطالعه کړم، نو په ځان مې حتمي کړې ده، چې يو دوه کتابونه به د بلې ژبې را ګورم. مثلا په همدې تېره مياشت کې ما درې کتابونه ولوستل، يو په دري کې وو، بل په اردو او دريم په پښتو کې دی، چې تر دې دمه لا خلاص نه دی. د ژبو تنوع مې دومره خوښ دی، چې ډېر کله په هغو ژبو هم کتابونه را ګورم، چې پوره مې زده هم نه دي، لکه عربي ژبه.
۳- څه مطالعه کړو؟
ما چې مطالعه نه کوله، نو دا پوښتنه هم راسره نه وه، چې څه مطالعه کړم. خو چې مطالعه مې پيل کړه او پورتني شپږ ذوقونه مې وموندل، نو بيا دا پوښتنه ځواب شوې راغله او نور په دې پسې نه ګرځېدم، چې څه شی مطالعه کړم. زما تر مخ ډېر زيات اپشنونه وو او په هر اپشن مې پوره، پوره خپل زړه اوبه څښلې.
د پوهنتون دوره مې چې پيل شوه، له متنوع او متفرقې مطالعې مې خپله لمنه را لنډه کړه او د خپل مسلک سيستماتيکه مطالعه مې شروع کړه. سيستماتيکه په دې معنا چې له اساساتو مې پيل وکړ او همداسې مخ په بره روان شوم.
د مطالعې لپاره حوصله او سټيمينا تيار راسره وه او له خپل مسلک سره مې شوق هم وو، نو دلته هم کله له مطالعې ستړی يا بې انګېزې شوی نه يم.
د «څه مطالعه کړئ» تعلق تر ډېره په دې پورې دی، چې ستاسو ذوق څه شی دی او اړتيا مو څه ده؟ په دې برخه کې زما توصيه دا ده، چې د اړتيا تر مطالعې چې ځان را رسوئ، نو د خپل ذوق د کتابونو په مټ مو له کتابونو سره بويه ملګرتيا دومره پخه شوې وي، چې نور د ولې، بې انګېزه توب او زړه تنګي احساس او پوښتنه درته ونه درېږي.
۴- څومره مطالعه وکړو؟
ما تل د خپلې تندې په اندازه مطالعه کړې ده. تاسو به حيرانه شئ، چې ما د مطالعې د لارښود په اړه تر دې دمه يو کتاب هم نه دی لوستی او نه يې په اينده کې احتمال وينم، په دې چې دغسې کتابونه ايډيال خبرې راته کوي خو نه موږ ايډيال سړي يو او نه مو ژوند ايډيال دی.
ستاسو ذوق څومره پراخه دی، مطالعه به مو هم هماغومره ډېره وي. ذوق مو چې د يوه کوچني ډنډ په اندازه وي، په هغه کې د سمندر په کچه لامبو نه شئ وهلی. د څومره مطالعې په ځای په دې فکر پکار دی، چې زموږ ذوق څه شی دی؟ ذوق تاسو ته وخت هم درکوي او انرژي هم.
مثلا زما په ذوقونو کې له ملګرو سره تر اندازې ډېر وخت تېرول نشته، خو دا چې د مطالعې ذوق مې ډېر پراخه دی، وخت هم ورته لرم او انرژي يې هم راسره شته. د کمې مطالعې يا ډېرې مطالعې يا په اندازه مطالعې په نوم کوم څه نشته، مطالعه د ذوق په اندازه کېږي او چې ذوقونه سره مختلف دي، نو مطالعې ته وخت ورکول به هم مختلف وي.
زه چې له مطالعې نه ستړی کېږم، ذوقونه مې ډېر دي، متنوع دي، ځينې يې له يو بل سره په ټکر کې هم دي، خو په کل کې ټول ذوقونه ما يوې ټاکلې نتيجې ته رسوي: تر پرون بهتر انسان کېدل او د ژوند په هکله د درک زياتېدل.
۵- کله او چېرته مطالعه وکړو؟
ما تر ننه هم دې ته ارزښت نه دی ورکړی، چې د مطالعې لپاره به سهار مهال ډېر ښه وي او يا د شپې چوپه چوپتيا. په دې مې هم کله غور نه دی کړی چې ايا ذهني او جسمي وضعيت مې مطالعې ته جوړ دی که نه دی. ما د ښاغلي مصطفی سالک «پاتې شه باران دی» ناول د دې لپاره ولوسته، چې ګواکې سردرد به مې ورسره روغ شي او بلاخره همداسې وشول.
په ګڼه ګوڼه کې مې هم مطالعه کړې او د قدم وهلو په حال کې هم. د فلسفې يو ډېر پنډ کتاب مې د شپې له خوا د نوکيا موبايل څراغ ته لوستی دی. د قرآن کريم د تفسير لپاره مې د معارف القرآن لويه برخه د مازديګر له خوا لوستې او ځينې ناولونه خو مې د ډوډۍ خوړلو يا مېچ ليدلو په حال کې راکتلي دي. لوی استاذ عبدالحی حبيبي به د سپوږمۍ رڼا ته د اويستا او ريګويد متنونه لوستل. اخر همدې خبرو خو د مطالعې په اړه زما ګڼې ستونزې او اندېښنې په اوبو لاهو کړې او نور مې هېڅ کله ايډيال حالتونو ته انتظار نه دی کړی. البته چې وس به مې وو، ايډيال حالتونه می هم تجربه کړي. «د صوفي نړۍ» کتاب مې په يوه پارک کې لوستلی او ډېر وختونه مې وچه مېوه او شين يا شيدو چای هم نه دي هېر کړي. کله کله خو به مې شپې په دوه بجو د شيدو چای جوړ کړ، تر څو تر سهاره پورې د مطالعې شيمه راکې پيدا شي. خو چې نه وو هم، تر سهاره مې مطالعه کولی شوه او اوس يې هم کولی شم.
۶- د مطالعې لپاره مناسب پلان څه کېدلی شي؟
ماته د ابن الحسن عباسي کتاب د مهالوېش ارزښت هم را زده کړ. اوسمهال خو مهالوېش تر ډېره زما په ذهن کې وي، خو په اولنيو کلونو کې مې تقسيم اوقات په ليکلي شکل وو او ډېر کلک به پرې ولاړ وم.
زما تقسيم اوقات کې يو کار هم جبري نه وو، ټول مې خپل ذوقونه وو او خپل ذوقونه به مې پکې شيندلي پراته وو.
البته په دې تقسيم اوقات کې به ما د خپلې مطالعې پلان هم مشخص کړی وو. ما تر ننه پورې هم په يوه څانګه کې بې نظمه او ګډه وډه مطالعه نه ده کړې. تل به مې له اساساتو پيل کاوه او ورو په ورو به مې خپل سفر لنډاوه. مثلا د اسلام په هکله ما مطالعه د قرآن کريم له ترجمې نه پيل کړه. (يادونه: عربي مې په خوا کې ورسره تعقيبوله.) له ترجمې وروسته مې تفسيرونو ته مخه کړه. د قرآن کريم يوه عمومي جايزه می چې واخيسته، د احاديثو مجموعې ته مې سر ښکاره کړ. سره له دې چې دا مجموعه ډېره پراخه وه، خو تر وسه وسه مې له دې برخې سره هم ځان بلد کړ. له دې دواړو وروسته مې د فنونو حصې ته توجه واړوله. د فقهې اصول، د قرآن او حديثو علوم، بېلا بېل مذهبي فکرونه او داسې نور. په دې سره مې په دين کې سترګې خلاصې شوې او بيا به مې موضوع محوره مطالعه کوله. موضوع محوره په دې معنا چې يوه موضوع به مې ونيوله او له هر اړخ نه به مې وڅېړله.
دغه ميتود ما نورو څانګو کې هم تطبيق کړی او اوسمهال په هره څانګه کې يوازې موضوع محوره مطالعه کوم، په عمومياتو او اساساتو پسې يې نه ګرځم. له همدې امله په دې شپږو څانګو کې ماته د خپل نظر څرګندول ډېر مشکل کار نه وي.
د مطالعې لپاره تر دې بهتر ميتود ما نه دی ليدلی او فکر کوم، چې همدا به يې طبيعي ميتود هم وي. په دې ميتود کې انسان ته څېړنه په دې اسانه وي، چې اساسي ماخذونه معلوم وي او ډېر ژر يې پاڼې اړولی شئ.
۷- ايا منظمه مطالعه وکړو که متفرقه؟
ستاسو د مطالعې مسیر باید تل روښانه او واضح وي. مثلاً که تاسو د ادبیاتو مطالعه د اړتیا یا ذوق له مخې کوئ، نو منظمه او سیستماتیکه یې وکړئ. له اساساتو يې پیل کړئ. زما دا عادت دی، چې ما متفرقو کتابونو ته جدي او منظم وخت نه دی ورکړی، متفرق په دې معنا چې کله ارواپوهنه لوله، کله شعري ټولګې در ګوره، کله ناولونه، کله ساینسي کتابونه او کله بیا د قرآن او حدیث ترجمو ته ناست اوسه.
موږ هره څانګه په منظمه بڼه مطالعه کولی شو. مثلاً ارواپوهنه ابتدايي، پېژندنیز او اساسي کتابونه هم لري او په همدې بڼه د تخصص تر حده هم مواد پکې موندلی شئ. نو که د ارواپوهنې ذوق لرئ، له اساساتو يې پیل کړئ. البته د ذهني تفریح یا فکر بدلولو لپاره په خوا کې يو نیم بل کتاب هم مطالعه کولی شئ. په دې سره تاسو دوه ګټې کوئ، یو دا چې د ارواپوهنې په اړه تاسو یوه واضح دریځ ته رسېږئ او په دې به پوهېږئ، چې په ارواپوهنه کې څومره پوهېږئ او نور باید څه شی مطالعه کړئ. بله ګټه يې دا ده چې په خوا کې به مو یو ښه ناول، شعري ټولګه، فلم، سریال یا بل د خپل ذوق شی هم لوستلی یا کتلی وي. خو خپل اصلي مسیر به نه هېروئ.
د متفرقې مطالعې یوه ستونزه دا وي، چې وخت په وخت انسان بې انګېزې پرېږدي. مثلاً نن مو په ارواپوهنه کې یو ښه اثر ولوسته، خو دا چې تاسو پلان نه لرئ، چې بل کتاب هم په ارواپوهنه کې ولولئ، نو تاسو څو ورځې بې انګېزې ګرځئ، چې اوس څه شی ولولئ یا کوم کتاب در واخلئ. نو متفرقه مطالعه که کوئ، په خوا کې يې یو ټاکلی مسیر باید در معلوم وي. مثلاً په دې ورځو کې زما لوری د ادبیاتو په خوا دی، همدا مې اصلي مسیر دی، خو په خوا کې متفرق مطالعات هم کوم.
۸- ايا ډيجيټل مطالعه اغېزناکه نه ده؟
پوښتنه دا ده، چې په کمپيوټر او موبايل کتابونه ليکلی شو، لوستلی يې ولې نه شو؟ د مطالعې اغېزناکې په دې سره زیاتېږي، چې زموږ تمرکز او توجه څومره په کتاب او موضوع راټوله ده او موږ د یوه کتاب یا موضوع اړتیا څومره محسوسوو؟ که یوازې د دې لپاره کتاب لولو، چې خلک خبر کړو، چې موږ پلانکی کتاب لوستی، نو دا دومره کمزورې انګېزه ده، چې نن به وي، سبا به نه وي. بیا که اصلي خطي نسخه هم په لاس کې ولرئ، مطالعه به مو اغېزناکه نه شي.
ډیجیټل کتابونو مطالعه ډېره زیاته اسانه کړې او اوسمهال تاسو هر وخت په هر ځای کې کتاب ته ډېر په اسانه او ارزانه لاسرسی موندلی شئ. د دیوبند یوه عالم د قرآن کریم ډېره مشهوره ترجمه ولیکله. ده په خپله سریزه کې لیکلي، چې دا ترجمه ما د سفرونو په جریان کې لیکلې او له هغو کتابونو مې استفاده کړې، چې په کمپیوټر کې راسره وو. کتاب لوستل تر کتاب لیکلو په کراتو ډېر اسانه دی، نو یو لیکوال چې شهکار کتاب په کمپیوټر کې لیکلی شي، موږ یې لوستلی ولې نه شو؟
له پیله تر نن ورځې پورې زما شاوخوا ۹۵ سلنه مطالعه په ډیجیټل بڼه ده، ما له لومړۍ ورځې دا احساس نه دی کړی، چې ډیجیټل مطالعه سخته ده یا برداشت ترې نه کېږي. زه تر چاپي کتاب نه له ډیجیټل کتاب سره ډېر ارامه یم او ډېر ګټور راته ښکاري.
د ډیجیټل کتابونو لپاره له تبلیغ نه مې منظور دا دی، چې زموږ د اکثریت وګړو اقتصاد په دې وضعیت کې نه دی، چې هر نوی او زوړ کتاب دې وپېرلی شو. زموږ اقتصادي وضعیت د مطالعې فرهنګ ته شدیده صدمه رسولې، خو ډیجیټل کتابونه يې یو ډېر ښه بدیل او جبران کېدلی شي.
۹- ايا د کړې مطالعې هېرېدو ته اندېښنه وکړو؟
موږ چې څومره مطالعه کوو، ډېر امکان يې شته، چې لس سلنه یې هم زموږ په حافظه کې داسې پاتې نه شي، چې بله ورځ کټ مټ نقل قول ترې وکولی شو. تاریخي نېټې، کتابي تعریفونه، د اصطلاحاتو لیکلې معناوې، د اشخاصو شجرې او نسبونه او د کتاب ګڼ نور اړخونه داسې دي، چې یوازې د کمپیوټر حافظه يې د خوندي کولو وړتیا لري، بشري حافظه ورته عاجزه ده. دغه راز، د کتاب یوه لویه برخه د لیکوال استدلال، تحلیل او تجزیه وي، دا هم هغه برخه ده، چې موږ اړتیا نه لرو، چې ټول ټکي په ټکي یاد کړو. په دې چې لیکوال په خپل ټول استدلال کې موږ تر یوې معلومې خبرې را رسول غواړي. د استدلال په لوري او ثابته شوې خبره چې پوه شو، همدا تر ډېره کافي وي. یو مثال به يې در کړم. «ملتونه ولې ماتېږي؟» یو ډېر مشهور او مهم کتاب دی، خو حجم يې هم ماشاءالله ډېر لوی دی. دا کتاب یوازې موږ په دې خبره قانع کوي، چې د یوه هېواد لپاره سیاسي ثبات تر هر شي ډېر مهم دی او سیاسي ثبات د جمهوریت له لارې راځي او بله دا چې استبداد پایښت نه شي کولی، د دې کتاب نورې ټولې پاڼې د همدې قاعدې لپاره په استدلال تورې شوې دي.
بله دا ده، چې مطالعه په داسې ډول زموږ په فکر و شخصیت کې ځای نیسي، چې موږ یې په لنډ مهال کې اغېز نه وینو، په دې چې د مطالعې اغېز داسې معلوم او محسوس نه وي لکه موږ چې نوې جامې اغوندو. یوه اسانه لاره چې پوه شئ، د مطالعې ګټه څه ده، دا ده چې ځان له یوه داسې چاسره پرتله کړئ، چې هېڅ مطالعه نه کوي.
زه به د سلیمان لایق د مستند یوه جمله را پور کړم. ارواښاد لایق وايي، چې دا خلک چې ماته د شوتلې پټکی را تړي او وايي چې زه هم یو شی یم، نو دا د همدغو کتابونو برکت دی.
۱۰- د مطالعې غوره روش څه کېدلی شي؟
که له زړه وغږېږم، نو تر ډېره د مطالعې د روشونو په سوژو خبرې کول مې نه خوښېږي. په دې چې دا خبرې تر ډېره مصنوعي برېښي. دا خبرې پخوا زمانو کې نه وې او د اوسنیو پېړیو پیداوار دي. د خپلو لویو امامانو، علماوو او فقهاوو په هکله تحقیق وکړئ، آیا چاته يې د مطالعې روش معلوم دی؟ آیا هغو کله په دې پسې سر ګرځولی، چې د مطالعې کوم روش ډېر ګټور دی؟ د امام ابو حنیفه د مطالعې روش چاته معلوم دی؟ هغوی فقط له علم او پوهې سره مینه درلوده او کتابونه یې ذوق وو. هغوی غوښتل په کتابونو ځان پوه کړي او د کتاب تر اصلي جوهر پورې ځان ورسوي، دا چې د دې لپاره به يې د ابن سینا غوندې څلوېښت ځله یو کتاب لوسته یا به يې ټوله شپه ورته سبا کوله، فرق يې نه کاوه.
البته زما خپل روش دا دی، چې د مطالعې په جریان کې د کتاب مهمې خبرې کټ مټ هغسې له ځان سره نوشته کوم، چې لیکوال لیکلې وي. دا تخنیک زه د لیکوالي لپاره هم توصیه کوم. د دې کار څلور ګټې وي: یو، دا چې له کتاب سره مو متمرکز او تړلی ساتي. دوه، چې کله نقل قول کوو، له همدې نوشتو يې کولی شو. درې، د جملو د لیکلو یو نوی طرز زده کوو او نوي الفاظ مو په ذهن کې ښه کېني، چې دا راسره په لیکوالي کې هم مرسته کوي. د دې لیکلو څلورمه ګټه دا شي، چې په حافظه کې نسبت نورو خبرو ته ښه ځای نیسي. سمدستي زما د نوټونو کتابچې په درې وطنونو کې خورې ورې پرتې دي. داسې نه ده، چې دا خواري وه او ضایع شوه. دا هغه خواري وه، چې هغه وخت مې وکړه او ګټه يې تر ننه لا محسوسوم. هغه کتابچې که خرابې هم شي، چورت مې نه خرابېږي. په دې چې هغه خبرې چې ما له هغو کتابونو لیکلې وې، داسې خبرې نه وې، چې بل وخت او په نورو کتابونو کې يې نه شم موندلی، یا دې د انټرنټ په بې سارې او بې سرحده دنیا کې هغه خبرې نه وي. دنیا له پوهې ډکه ده او هر دېوال په کتابونو پوښلی.