دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeافغانستانله څه باندې ۳۶ میاشتو وروسته؛لاهم افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي

له څه باندې ۳۶ میاشتو وروسته؛لاهم افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي

له شپږ دېرش میاشتو زیاته موده وشوه چې د له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي.

سره له دې چې د طالبانو حکومت وایي، ښوونځي یې تر امر ثاني پورې تړلي؛ خو ۱۰۸۵ ورځې وشوې، چې په دې اړه دویم امر نه دی شوی.

څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم ویلي وو چې په دې اړه د علماوو تحقیق روان دی، که روا وې دوی به هم اجازه ورکړي او که روا نه وې؛ نو همداسې به تړلي وي.

د ندیم دغو څرګندونو په کور دننه او بهر د ګڼو علماوو او خلکو غبرګونونه را وپارول.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here