لیکوال: شفیع الله تاند
بنګالي ځوانانو چې د عبوري حکومت لپاره د کوم شخص غوښتنې شرط ایښی، له همدې نه یې له خپل وطن سره د مینې،راتلونکې جوړونې او هوښیارۍ هوډ او اهلیت انتخاب لیدل کېږي.
ډاکتر محمد یونس په بنګله دېش کې د اوسني ګرامین بانک بنیادګر دی چې په ۲۰۰۶ کې د مایکروفنانس بانک له لارې خلک له غربته په اېستو ورته نوبل جایزه ورکړ شوې وه..
اصل خبره د ۱۹۷۲ ـ ۷۳ ده چې د چټاګانګ پوهنتون د فنانس دیپارتمنت پروفیسور محمدیونس د غریب ولس په ځانګړې توګه ښځې د غربت له کرښې راپورته کولو لپاره د وړو پورونو (مایکرو فنانسنګ) یوه پاکه پروژه وړاندې کړه، نوم یې ګرامین بانک(کلیوال بانک) وه.
محمدیونس د خپلې پروژې بریالۍ کولو لپاره هر حکومتي ور وټکاوه،له هر بانک او بانک مشر یې مرسته وغوښته؛خو هیچا زړه ښه نه کړ.
اړ شو پرېکړه وکړي چې خپله له یوه کلي نه د دې پروژې پیل وکړي ـ
له خپل جیبه یې اتیا انې (ټکې)او د دوستانو په مرسته یې درې زره ټکې راټولې کړې، په ۱۹۷۴ کې یې د ګرامین بانک بنیاد کېښود چې نه یې کومه وداني درلوده،نه کارمندان بس یو قلم او راجستر او درې زره ټکې ـ
یونس د چټاګانګ له یوه نږدې کلي نه پیل وکړ ـ پنځه ښځو ته یې د داسې واړه کاروبار لپاره پور ورکړ چې په اړه یې ښځو پرېکړه وکړه چې ښه کولی یې شي مثلاً له بنګ بوټو نه رخت جوړونه ـ د ډوډۍ ایښودو ښایسته ټوکرۍ جوړول، د چرګانو او هګیو کاروبار ـ جامو ګنډنه او پرې د خامک غاړو جوړول …
په پور باندې سود هم وه چا چې به سل ټکې واخیستې هغه به لس د پاسه سل ټکې ورکوي؛ خو د کار په شرو کېدو او هغه هم هره ورځ لږ تر لږه یوه ټکه د ورځې یا چې څنګه یې په آسانۍ ورکوی شول ورکړي..
په سایکل به یو بانکي افسر هره ورځ د دې ښځو کور ته ورته او نه یوازې یوه ټکه یې ترې راوړله بلکې د مال په پلور کې به یې د هغو مرسته هم کوله ـ
په پور سود په اصل کې د همدې سایکل والا بانک افسر تنخوا وه ـ
چې دومره پیسې به بیرته راغلې چې بل کور ته پور ورکړی شي؛ نو شپږم کور به یې هم پکې راوست.
په دې توګه د پور په تمه کور به هم پام ساته چې د مخکینیو کاروبار بریالی شي، پخپل وخت پور بېرته ترلاسه شي چې هغه هم پکې راشي.
د پور شرایط هم ډېر ځانګړي او په زړه پورې وو.
ـ پور اخیستونکی به بچي په تېره بیا لوڼې خامخا ښوونځي ته لېږي.
ـ د کم عمر نجونو ودونه به نه کوي.
ـ په واده ولور اخیستونکیو یا ورکوونکیو پورونه به منسوخېږي.
ـ پور اخیستونکی به لس ونې کېنوي چې مېوه لرونکې به هم پکې وي.
ـ کور، خوراک، تشناب، او … به پاک ساتي، بې لاس مینځلو به ډوډۍ نه خوري، ښځې به د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال پاکوالي ته ځانګړی پام کوي.
ـ هغه سړي ته چې ښځه او بچي وهي پور نه ورکول کېږي …
یوازې له دوه کلونو وروسته په دې کلي کې د راغلې اقتصادي خوشحالۍ شهرت خور شو په راتلونکیو څو کلونو کې ګرامین بانک لسګونه کلیو ته رسېدلی و.
په رسنیو کې یو شور ګډ شو د حکومت پام هم وروګرځېد ـ
په ۱۹۸۴ کې حکومت ګرامین بانک ته رسمي حیثیت ورکړ چې نړیوال شهرت یې وموند؛ نو سترو ادارو یې لیدو ته ځان ورساوه ـ نړیوال بانک دا موډل په غېږ کې واخیست ویې پاله او په څلورشپېته هېوادونو کې یې د دې موډل د نافذولو په پلان عمل پیل کړ ـ
له دې ګرامین بانکه ګټه اخیستونکیو ښځو د بنګله دېش په صنعتي پرمختګ کې د اهم ځواک کردار تر سره کړ.
نن د نړۍ په نږدې هر پوهنتون کې ګرامین بانک د مضمون په توګه تدرسېږي.
په ۲۰۰۶ کې پروفیسور ډاکتر محمد یونس ته د مایکرو فنانسنګ په داسې شاندار موډل نوبل جایزه ورکړ شوه ـ
ډاکتر یونس یوازې تر ګرامین بانک ونه درېد، خواوشا پنځوس نورې صنعتي ادارې یې د بنګله دېش اقتصادي ستنې ودرولې ،ځکه چې ډاکتر محمد یونس د شیخ حسینه له پالیسیو سره اختلاف لاره؛ نو شیخ حسینې هم ډاکتر یونس ونه باښه، په خلاف یې دوسیه جوړه کړه، وګواښل شو او ډاکتر یونس د هېواد پرېښودو ته اړ شو او پس له کلونو جلا وطنۍ اوس بېرته راستون شوـ
نن په بنګله دېش کې د ګرامین بانک ۲۶۵۶ څانګې دي او همدا ډاکتر محمد یونس نننیو بنګالیو ځوانانو ته لومړیتوب دی.