لیکوال: انور مزل
د ارواښاد الفت په اړه دا تصور کېږي چې دی لکه د لبناني جبران داسې هنري نثر لیکي؛ ما دا ګومان کړی چې د یو شاعر او بل شاعر پرتله ممکنه نه ده
خو همدا څو ورځې مخکې راته استاد اکبر کرګر وویل:
چې د غني په اړه یوه لویه مقاله لېکي او له بل انګریزي شاعر سره یې د پرتلې په تړاو او اړه لېکي.
ماته جالبه وه؛ چې د یو شاعر له بل داسې شاعر سره پرتله به څنګه وي چې د دوی تر منځ د زمان مکان او حالاتو بېخي ډیره فاصله وي؛ خو بیا مې په دې ځای کې د استاد خبره ومنله چې زه خپله چې کله کله ځینې شاعران لولم حتماً مې ذهن ته یو بل څوک هم راځي، دا احساس سره له دې چې د دوی ترمنځ ژور د زمان توپیر، بیخي زیات د حالاتو توپیر او داسې نور توپیرونه وینم مګر دواړه یو ډول محسوسوم.
یو له دغې ډلې چې د دوی په شعر کې یو ډول تراژېدي او یو ډول فریاد وینم هغه محمود دروېش او اسحاق ننګیال دی.
د دوی تر منځ یو مشترک ټکی خو د دوی د هېواد نا امني پرله پسې جګړې او بد حالات دي؛ مګر تر ټولو مهم ټکی چې زما په ګومان د دوی ترمنځ مشترک دی؛ هغه دا دی چې دواړه د خپلې زمانې او خپل وخت تر ټولو غوره انځورګران دي.
محمود دروېش سره له دې چې زموږ د هېواد او د دوی د هېواد جګړې توپیر هم کاوه؛ خو بیا هم د خپل وطن د حالاتو او د خلکو د حالاتو غوره عکاس وه.
د ده په شعرونو کې د خپلو خلګو سره خواخوږي د یرغلګرو د وحشتونو بیان بیخې ښکاره دی؛ خو د اسحاق ننګیال په شاعرۍ کې بیا د وطن حالت لوږې تندې بې وسي او بې کسي هم شته. خو د محمود دروېش ګیله له پردیو ده؛ د خپل هېواد وراني له پردېو ژاړي؛ مګر اسحاق ننګیال بیا له خپلې خیټې اور اخیستی ژاړي.
د ده ژړا بیا په دې ده چې خپلو اولادونو د خپلي مور په نیټه کې لاس اچولی؛ وېشي یې او مامله ورباندې کوي.
محمود دروېش له پردیو داسي ګيله کوي؛ هغه وایي
جنګ پای ته ورسید
مشران یو له بل سره کېناستل
پاته شوه
هغه مور چې سترګې یې د شهید زوی لارې ته دي
هغه انجلۍ چې دخپل میین راتګ ته انتظار ده
هغه زامن چې د خپل پلار راتګ ته
حېران ولاړ دي
نه پوهیږم وطن چا خرڅ کړ
خو دومره وپوهیدم چې قیمت یې چا پرې کړ
په پورتني شعر کې له حالاتو سره او د جنګ له پیلوونکو نه یوه سمبولیکه ګیله پرته ده او تر څنګ یې د هغو خلکو یادونه شوې ده چې جګړې تر تولو ډېر ځپلي دي.
په پورتني شعر کې مجرم مالوم دی؛ یا به یو وي یا دوه یا نیمایي خو د اسحاق ننګیال وطن بیا ټول مجرم دی؛ د هغه د وطن ټولو اولادونو د وطن په وراني کې برخه لرلې ده دا ځکه خو یې په دې توګه د خپل وطن درد انځور کړی.
ـ مورې چېرته ځې؟
ــ د خدای کلي ته
ــ مګر دا لویه نړۍ؟
ــ نړۍ خو د دیوانو ده
ــ مېړه دې شته؟
ـ رانه ورک شو
ــ او زامن؟
ــ لرم یې هابیل او قابیل
*******
وطنه! ته؟
ـ او دا دی زه هم ژاړم
ــ څوک دې ژړوي
ــ ملت مې؛ ملت مې دوه برخې شو
ــ قاتل او مقتل
دریمګړی نلري..
په پورتني شعر کې وینو چې د ننګیال د وطن په ورانۍ کې د هغه تقریباً ټول اولادونه لاس لري؛ په داسې حال کې سړی نه پوهیږي پړه په چا واچوي؛ څوک ملامت څوک سلامت وګڼي؟ خو د محمود دروېش او ننګیال ترمنځ یو رقم والی دا دی چې دواړو په هنري توګه په داسي توګه چې د هر چا زړه ته د هغه د وطن تراژیدي لویږي هغه دواړو انځور کړې ده.
د محمود دروېش او ننګیال ترمنځ یوه بله ځانګړنه داده چې؛ د دوی دواړو په شعرونو کې موږ له ذات سره جنګ وينو؛ له ناهیلۍ سره ګریوان دي.
دوی دواړه د یوې نه جبرانیدونکې مینې قرباني دي؛ محمود دروېش د هغه هیواد د مینې قرباني شوه چې د دوی هیواد یې دربدر کړ؛ خو بیا هم محمود دروېش اقرار کوي چې “ریتا “له هر څه سره بیا هم مینه درسره لرم.
ننګیال هم همداسې دی؛ د ده په شعرونو کې له شیشې سره مینه او د هغې په کولو اقرار شوی دی.
همدا ټینګ اعتراف د دوی مشترک دی؛ دوی دواړه جګړې ځپلي دي. جګړې مینه امن او خوښۍ ترې وړي دي.
د ننګیال پلار د همدې نامشروع جګړې قرباني شو؛او محمود د دې لویې جګړې له لاسه معشوقه وبایلله؛ خو دواړو یو اقرار وکړ محمود بیا وویل چې “له دې هر څه سره هم مینه درسره لرم “مګر ننګیال بیا دا ستر اعتراف وکړ.
د پلار مړینه مې ولیده
ډیري لوږي تندې هم
مګر
یوه هم دومره دردونکې نه وه لکه
شیشه چې نه وي ختمه
او نشه پای ته ورسیږي.
د محمود او ننګیال بل ګډ انځور دا دی چې د خپل وطن هغه ارزښتمن څیزونه یې په ګوته کړي دي؛ په خپلو شعرونو کې یې د هغي زمانې ریښتنی انځور ښودلی چې دوی پکې ژوند کاوه لکه ننګیال څومره په هنري انداز د یوې پیغلې د غرور انځور تر جګړې مخکې او وروسته لیکلی.
هغه وایي
کلونه وړاندې مې ترې وپوښتل
ــ دا ستا د شونډو څاڅکي په څو دي
وویل یې
ــ ستا د پلار او نیکه وینه
او نن مې بیا ترې وپوښتل
ـــ ټول پیغلتوب دې وایه په څو دی؟
ـــ ګرانه یواځې یوه ډوډۍ
په پورتني شعر کې پوره د یوې زمانې تصویر دی؛ د جګړې له لاسه د انسان د مخکې او اوس تصویر دی.
د محمود او ننګیال کمال همدا دی چې لویې خبرې لوی پیغامونه یې په هنري ډول راوړي دي.
دوي دواړه د یو ډول جګړې، یو ډول بې وطنۍ احساس او یو ډول حالت سره مخ دي.
سره له دې چې د دوی تر منځ د زمان او مکان توپیر شته، د حالاتو توپیر شته، خو مګر د دواړو په شعرونو کې یو غم او یوه تراژیدي محسوسیږي.
د محمود دروېش کمه مطالعه زموږ د دې بحث مخه نیسې؛ ګني لا به بیخي زیات ورته والي پکې احساسیږي.