دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeښځېانجونې او احساس

انجونې او احساس

لیکوال: سمسور ودان

نجونې هیڅ تر هلکانو کمې نه دي؛ بلکې یوه ځانګړنه یې ترې غښتلې ده، چې احساس او درک نومیږي. زما زیاتره رازونه له دوو ښځینه ملګرو سره دي. په کور کې هم له وروڼو زیات خویندو سره ټوکې کوم.
د ښوونځي کیسه به درته وکړم: د ښوونکو د کمښت له امله مې په یو وخت دوو ټولګیو ته درس وایه. سخت به ستړی شوم؛ خو د زیاترو زده کوونکو مینې او خندانو څېرو لټۍ ته نه پرېښودم.
سیلۍ مې د ټولګي تر ټولو شوخه زده کوونکې وه. یوه ورځ یې د تېر په څير شوخي وکړه. ورته غوسه شوم. خواره د ساعت تر وروستیو غلې ناسته وه او تر خولې یې خبره نه راوتله. بیا مې ترې بښنه وغوښته، ما ویل: خفه شوې نه یې؟!
په خندا یې وویل: ځااا… معلم صیب! معلمانو کله له شاګردانو بښنه غوښتې؟!
په دې ورځ یې هم زما قلم پټ کړی و. نه پوهېږم چې د کال تر پای به یې څومره قلمونه را نه غلا کړي وي. زه هم پرې پوهېدم. خو همداسې مې پرېښوده، زړه کې مې ویل: بده غلا نه ده.
یوه ورځ یې قصداً خپلې ترلې (تره لور) ته زما د کوژدنې په نوم غږ ورکاوه. وروسته پوه شوم چې د ځورولو په خاطر یې زما له کشرۍ خور زده کړی. ما هم په دې ځوروله چې ته سیلۍ یې که نسیم بي بي؟ کورنی نوم یې هم را ته یاد و؛ کله به مې چې ورته ووایه: تروشه به شوه. زه یې رسمي ښوونکی نه وم؛ خو د څو ورځو تدریس کې یې راسره لګېدلې وه. خپله ډله به یې شوخه شنګه ساتله او کومه ورځ به چې راغلې نه وه، ټول صنف به بدخوندې خاموشۍ پسې اخیستی و. د کال پیل کې یې سرښوونکي ته ویلي و، چې: سمسور زموږ استاذ کړه؛ که نه! له هغه بل قاري صیب سره مو هسې هم نه لګیږي.
کابل ته د راتلو پر مهال مې ورته وویل: ستا نوم مې ناول کې په خپلې لور ایښی. ښه ډیر یې وخندل، خپلو سهیلیو ته یې ور غږ کړل: اې کمبختو! دلته راشئ! استاذ واده کړی. بیا یې په شنه زور شیریني را نه غوښتله. په دې غرمه زما موبایل په لاس ورغلی و، څو انځورونه یې پکې کتلي و، ویلې: شرم نه درځي؟ ښځه دې کړې او د پردیو انجونو عکسونه ساتې.
ومې خندل: مالې بیا خو باید له تا سره هم و نه غږېږم، ځکه ښځه مې کړې.
ویلې: زه خو دې زده کوونکې یم.
کړه مې: هو، هغه هم تر نورو خوږه او مکاره زده کوونکې.
قهرجنه روانه شوه، ویلې: خور دې درباندې خبروم.
پلار یې غوسه ناک و او زه به یې چې له خپلو خویندو، وروڼو او یا زده کوونکو سره په ټوکو ولیدلم، اوښلن او حیران به یې را وکتل. یو سهار یې راته وویل: زموږ پلار او وروڼه خو ستاسې په څير نه دي؛ دا ولې؟ ځواب ته یې بې خبرو شوم. ټوله ورځ مې ورته خوا بده وه، تر نیمې شپې مې خوب ورک و.
هره زده کوونکې او زده کوونکی راباندې ګران و، کله ناکله به مې ان په تفریح کې لوبې ورسره کولې، چې دې چارې د ښوونځي سرمعلم ته خوند هم نه ورکاوه او څو ځله یې زما تر پلاره ګیله ورسوله؛ خو ما خپله کوله.
که رښتیا ووایم: اوس مې هم کله ناکله زړه وشي، چې د ټولو خنډونو او چیلنجونو باوجود بیرته ښوونځي ته لاړ شم او د سیلۍ استاذ شم. په هماغو خړو دیوالونو کې شګلنې ځمکې باندې ورسره کېنم، درس ورته ووایم او کړسنده تېزه خندا یې واورم.
های سیلۍ! چې ته به اوس ښوونځي ته ځې که…؟
مرے قبیلے میں تعلیم کا رواج نہ تھا
مرے بزرگ مگر تختیاں بناتے تھ

زما قبیلې کې د تعلیم رواج نه و
خو زما مشرانو به تختې جوړوې

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here