ژباړه: سیلۍ ودان
د مې په پنځمه، هغه ورځ چې هالنډیان خپله ازادي نمانځي؛ یوه ازادي چې د وینې، او کلونو قربانۍ په بدل کې ترلاسه شوې.
د افغانستان سفارت په هالنډ کې په یوې غیر مترقبه پرېکړه کې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم او ملي بیرغ له ویبپاڼې او ټولنیزو رسنیو لرې کړ، درې رنګه ملي بیرغ یې ښکته کړ، او په خاموشۍ سره یط د طالبانو ملاتړ وکړ.
هالنډۍ ورځپاڼې لیکلي د افغان سفارت له لورې دا ګام اخیستل په کومه عادي ورځ نه ده ترسره شوی؛ بلکې زمونږ د آزادۍ په ورځ اخیستل شوې.
ورځپاڼې د سفارت له لورې دا ډول اقدام هغو افغانانو ته سپکاوی بللی چې د طالبانوخلاف او ضد دي او همدا راز دا ګام د هر هالنډي لپاره توهین دی چې پرآزادۍ، ډیموکراسۍ او بشري حقونو باور لري.
سفارت د پوښتنې په توګه پوښتلې چې د دې حالت مسول څوک دی؟
محمد آصف رحیمي، چې یو وخت د افغانستان د جمهوریت سفیر و، خو اوس طالبانو په ډیپلومات بدل شوی، د داسې ډلې استازی دی چې زرګونه افغانان د طالبانو له ناسمو او بشري ضد پالیسو په تېښته کې دي او د ښځو او ماشومانو په ګډون لوی قشر له خپلو حقوقو بې برخې دي.
په اکتوبر ۲۰۲۳ کې، سفارت په ډاګه وویل چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سره همکاري کوي، څو قونسلګر خدمات وړاندې کړي.
رحیمي دا سیاسي همکاري ونه بلله، خو موږ پوهېږو چې دا یو ډول تېروتنه ده.
که ته د یوه رژیم په استازیتوب اسناد ورکوي، داسې رژیم چې نجونې له ښوونځیو منع کوي، ښځې بندیانوي، خبریالان او عام خلک شکنجه کوي او وژني؛ نو دا له ظلم سره مرسته کوې.
دا یوازې قونسلي کار نه دی، بلکېودا پوره همکاري ده.
یوه بله بېلګه:
په نومبر ۲۰۲۳ کې، یو عکس خپور شو چې د هالنډ د روغتیا وزیر ارنست کویپرز پکې د طالبانو د درملو له پخواني مشر، عبدالباري عمر، سره ولاړ دی.
دا سړی څنګه هالنډ ته راغلی؟ ډېره احتمال دا ده چې وېزه یې د رحیمي په مرسته ترلاسه کړې وي.
موږ باید له ځانه وپوښتو:
موږ څه کوو؟ طالبان عادي کوو؟
په رښتیا غواړو چې له داسې یوه ډلې سره دیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړو چې زموږ د سرتېرو په مرګونو کې لاس لري او هره ورځ د بشري حقونو خلاف اقدامات کوي؟
طالبانو نجونې له زده کړو منع کړې، ښځې یې کورونو کې بندې کړې، عام خلک د ځان لپاره د سپر په توګه کاروي، د سولې پروسه یې د وېرې او ځانمرګو بریدونو له لارې له منځه یووړه.
او مه هېروئ، زموږ هالنډي سرتېري د همدې طالبانو له لاسه ووژل شول او زه پخپله زخمي شوم.
په هالنډ کې زرګونه افغانان ژوند کوي، خپل هېواد یې له لاسه ورکړی، خو لا هم یو طالبپلوه شخصیت، د دوی په نوم، د افغانستان سفیر پاتې دی.
دا داسې ده لکه چې د مې پنځمه، د ازادۍ په ورځ، یو همکار ته د بیرغ پورته کولو اجازه ورکړو.
د اسلامي جمهوریت بیرغ، د یوه نیمګړي خو ازاد افغانستان نښه وه.
یو هېواد چې د ډېرو خنډونو باوجود یې د پرمختګ هڅه کوله!