د تېر جمهوري حکومت د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي وایي، چې د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنټ دنده، په غزه کې د دغه سازمان د بشري هلو ځلو سره ډېر ورته والی لري.
فضلي ویلي، چې په غزه کې هره ورځ د سلګونو بې ګناه وګړو د وژل کېدو تر څنګ د هوا له لارې د بشردوستانه مرستو په نوم د خوراکي موادو کڅوړې غورځول کېږي.
فضلي زیاته کړې، چې دا ډول رياکارانه هڅې يوازې روانه فاجعه تر سیورې لاندې نيسي، خو د فاجعې دريدو سره مرسته نکوي.
فضلي دغه راز وایي چې له بده مرغه په افغانستان کې د ملګروملتونو سياسي برخه د موجوده افراطي او استبدادي حاکمیت د عادي کولو پروژه پرمخ بیایي.
فضلي ددغې ادارې د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکونکي دفتر، په اصل کې پر انساني ارزښتونو ژمنو افغانانو ته د فریب لپاره نمایشي فعالیت کوي.
فضلي وایي چې زموږ اصلي ستونزه د غیرمشروع حاکمیت او استبداد عادي کول دي، نه د نمایشي ګزارشونو نشتوالی.
نوموړی زیاتوي چې ازاد خبریالان او محققین بايد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان فعالیتونه؛ په ځانګړې توګه د سیاسي څانګې کاري موخې په ژوره توګه وڅیړي او پايلې يې خلکو سره شريکې کړي.