د طالبانو حکومت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې عمومي مشر نورالدين ترابي ویلي، له هغو خلکو سره به مالي مرسته وکړي چې د هرات ګمرک اورلګېدنې پېښه کې ورته زیان رسېدلی .
ترابي هرات ته په خپل سفر کې له قربانیانو سره ژمنه کړې چې د هرات ګمرک د اورلګېدنې په تړاو به هر اړخیزې څېړنې وکړي.
د هغه په وينا، د اورلګېدنې د لامل له څېړنې او د اوښتي مالي زيان له معلومولو وروسته به طالبان هڅه وکړي څو د پېښې قربانيانو ته مالي مرستې وړاندې کړي.
لاهم د یادې اورلګېدنې د علت او اوښتو زیانونو په اړه معلومات نشته.