د طالبانو حکومت د خپلواکۍ د ۱۰۵مې کالیزې په مناسبت افغانانو ته مبارکي ورکړې.
دوی یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانان سل کاله وروسته هم د ازادي ګټلو روحیه لري.
په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست مولوي یعقوب مجاهد ویلي، چې مسؤلین باید له تعصب لاس واخلي او خلک یووالي ته وهڅوي.
هغه زیاته کړې چې موږ د هیچا فرمایش نه منو، موږ یوازې د خپلو امیرانو اطاعت کوو.
نوموړي په خلکو غږ کړی چې دوښمنانو ته په غر او هواره کې ځای مه ورکوئ.