پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeادبیاتولې ډیالوګ؟

ولې ډیالوګ؟

لیکوال: مانو اورښت

ډيالوگ دومره ډېر ارزښت لري؛ که چيرې په يوه ټولنه کې نه وي، ټولنه به فلج شي، فرهنگ به له منځه لاړ شي او د انسانانو تر منځ به سراسر ستونزې رامنځته شي. په ساده ډول؛ ډيالوگ د دوو يا څو کسانو تر منځ خبرو اترو او منطقي بحث ته ويل کېږي، چې پکې د احساساتو، افکارو او غوښتنو څرگندونه کېږي.
ډيالوگ که په لويه (ملي) کچه وي، که ډله‌ييز او يا د فرد او فرد تر منځ وي، د‌ ارزښت وړ دی. ځينې استدلال کوي چې په ملي کچه دې ډيالوگ ته لاره هواره شي او بحثونه دي وشي؛ د سياسي‌ او ټولنيزو ستونزو، د واک او قدرت د ويش او قانون په اړه دې استدلال وشي او مثبته پايله دې وړاندې شي. دا ډېره ښه خبره ده؛ خو زه وايم چې د يوې ټولنې د شعوري ارتقا لپاره بايد د‌ ډلې پر ځای له فرد نه د ډيالوگ پيل وشي؛ بيا ورو ـ ورو دا مسله ډله‌ييزه شي، څو چې په ملي کچه ډيالوگ ته لاره هواره شي. د دې کار گټه دا ده چې موږ به په ملي کچه ډيالوگ ته په داسې توگه ورسېږو، چې په واقعي ډول د ستونزو حل پيدا کړای شو او زه باور لرم چې د دې کار پايله ځکه مثبته ده، چې موږ به مخکې له مخکې (چې د فرد او فرد تر منځ مو بحثونه کړي ول) د منطقي بحث او ډيالوگ لپاره اماده يوو.
ښه خو دا ده چې په تعليمي نصاب کې د منطق او استدلال مضمون ورزيات شي؛ خو تراژیدي دا ده چې زموږ د ښوونځيو شته نصاب هم دومره زوړ دی، چې ځينې مضمونونه يې داسې بحثونه لري، چې د ډېرو موضوعاتو مالومات يې د اوسنیو مالوماتو په نسبت کم او حتا غلط دي. نو ځکه ماته د ډيالوگ د عامولو يوازينۍ‌ او بريالۍ لاره د فرد‌ او فرد تر منځ ډيالوگ ښکاري.

مهمه دا نه ده چې فرد څوک دی؟ مهمه دا ده چې ډيالوگ څنگه او د څه په اړه دی. کېدی شي چې ډيالوگ د خپلو اړيکو په اړه وي، د کورنيو ستونزو، د ټولنې په تړاو، سیاسي او په ملي کچه د واک، قدرت او قانون او يا د دوو کسانو تر منځ د هغوی د فکري مشترکاتو او رد په اړه وي.
د‌ ډيالوگ د عامولو يوه اسانه لاره دا ده، چې موږ پخپل کور کې له کشرانو سره ډيالوگ وکړو. که موږ په کور کې خپلو کشرانو ته دا زړه ورکړو چې موږ رد کړي؛ نو په ضمانت سره درته وايم چې سبا ورځ به د ټولنې د ټولو ستونزو په وړاندې مثبت فکرونه ولرو. که په کلي، پېتاوي، حجره، دوکان او د کلي په لاره له نورو سره ډيالوگ وشي، نو په ټولنه کې به فکر کولو ته لاره جوړه شي. کله چې موږ له چا سره بحث کوو، خپل فکر او نظر يو بل ته څرگندوو، نو په دې اساس وروسته، (ډيالوگ‌ کوونکي) فکر کولو ته هڅېږي. کله چې د يوې ټولنې وگړي فکر کولو ته وهڅېږي، نو د ستونزو د حل داسې لاره پيدا کېږي، چې تاوان نه اړوي. هر وخت به هم د اور سوی په اور نه رغوو. ډېر فکرونه اسانې لارې پيدا کوي. کاش په دې متل اتفاق وکړو چې، که يو لرې يو وپوښته، که سل لرې سل وپوښته.

زه دا هم وايم چې ډيالوگ د اړيکو روح دی، زه که د ځان په اړه درته ووایم؛ زه له هغه چا سره ډېرې خبرې کوم چې مينه ورسره لرم، يا ډېر راگران وي ـ البته دا خبره د خپل ساده ژوند او د شخصي اړیکو په اړه کوم ـ تاسو به تجربه کړې وي، چې ډيالوگ د زړه بوج سپکوي؛ دا په اصل کې زموږ د زړه او ذهن څرگندونه ده چې له نورو سره يې کوو.
کله چې موږ له نورو سره غږېږو، فکري مشترکات پیدا کوو؛ دا هم لرې نه دی چې له ځينو سره په فکري ټکر واوړو، خو موږ بايد د ډيالوگ او بحث له روح او ادبياتو سره اشنا وو او دا ادبيات د ډيالوگ په څېر ورو ـ ورو د ډيالوگ له لارې عامېږي. که موږ هر څومره توندلاري او افراطي فکر ولرو، خو که له داسې چا سره په ډيالوگ کې واوړو،‌ يا د داسې چا ډيالوگ او بحث واورو، چې د ډيالوگ له روح سره اشنا وي، د ډيالوگ ادبيات ورنه زده کولای شو. د ډيالوگ د ادبياتو او روح په اړه شته انديښنه د ډيالوگونو په جريان کې ورکېږي. که له هر چا سره په ډيالوگ کې مخېږو، بايد د يو انسان په توگه‌ يې ومنو؛ کله چې نور د انسانانو په توگه‌ ومنو، نو په اسانۍ سره د بل د فکر بدلې زاويې او فکري ټکر ته غاړه کېښولی شو.

نړۍ خو د بېلابېلو دينونو، مذهبونو، فرهنگونو او فکرونو کور دی؛ نو موږ بايد د نورو دين، مذهب، فرهنگ او فکر په منطقي ډول رد او مات کړو. که چیرې د ډيالوگ‌ ادبيات نه لرو او په کنځاوو سر کېږو؛ نو خدای مه که د بل سپک پلار په يادولو خپل دروند پلار سپک نه کړو.

ډيالوگ جنگ ته نه وايي؛ ډيالوگ د خپل فکر منطقي څرگندونه او په سړه سینه د مقابل لوري د فکر رد او منل دي.
کله چې ډيالوگ نه وي، د فکر کولو لارې تړلې وي، کله چې فکر نه کېږي، ستونزې لکه وایرسونه خورېږي. که چېرې د يوې ټولنې د ستونزو په اړه څېړنه وشي، نو په بسنټي ډول ټولې سره تړلې دي او په يوې بلې مستقیماً اغېز کوي. که ډيالوگ او مباحثې نه وي، يوه ستونزه به دوې نورې وزېږوي.

ډيالوگ‌ فلسفي لاره ده، چې د فلسفې ستر قرباني سوکرات نه راپاتې ده. سوکرات به چې چيرته هم له چا سره مخ کېدو، د ډيالوگ لاره به يې نېوله او په دې توگه به يې خپل پيغام نورو ته رساوه او هغوی به يې د خپل پيغام په اړه فکر کولو او بحث ته هڅول. تاریخ شاهد دی، چې سوکرات د ډيالوگ او مباحثې له لارې ډېر زورور ننگولي دي.

ډيالوگ په انساني تاريخ کې د انسانانو له پيدايښته راپیل شوی دی او د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې يې بڼې بدلې شوې دي. ډيالوگ د د‌وو کسانو، ډلې او يا د ټولنې په منځ کې بېلابېلې بڼې لري، چې ټولې یې د ارزښت او د دې وړ دي چې وپالل شي او عامې شي.

د هغې ورځ په هيله چې افغاني ټولنه د ډيالوگ منطقي روح پيدا کړي او په شته ستونزو د بحثونو داسې کړۍ راتاو کړي، چې د هرې ستونزې پیاړمې سستې شي.

دا به څومره لویه بې انصافي وي، چې ژوند کوو او په اړه یې فکر او خبرې نه کوو!

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here