د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د ایبولا ناروغۍ د بونډیبوګیو ویروس د خپرېدو له امله د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې تر ۵ زرو ډېر کسان مړه شوي دي.
دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ په ټولنیزه شبکه ایکس کې لیکلي، چې د خپلو همکارو بنسټونو په همکارۍ د کانګو د روغتیايي ادارو د هڅو ملاتړ کوي او د واکسین، درملو او درملنې د لارو چارو په اړه څېړنې پر مخ وړي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د متخصصینو یوې ډلې سپارښتنه کړې چې د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې د «تومایني» کلینیکي ازموینې ته دې دوه نور آزمایښتي واکسینونه هم ورزیات شي.
سازمان زیاته کړې، چې دا اقدام د بونډیبوګیو ویروس پر وړاندې د خلکو د ساتنې او د ناروغۍ د مهار لپاره د اغېزمنو لارو چارو موندلو په برخه کې مهم ګام دی.

