پنجشنبه, نوومبر 5, 2026
Homeکورپاڼهامریکا؛په فلوریډا کې د وسله‌وال برید له امله ۵ تنو ته مرګ...

امریکا؛په فلوریډا کې د وسله‌وال برید له امله ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امریکا د فلوریډا ایالت په ټمپا ښار کې د سیتي‌بانک په انګړ کې د یوه وسله‌وال کس په ډزو یوه ښځه وژل شوې او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، بریدګر په موټر کې د بانک انګړ ته ننوتی او لومړی یې یوه ښځه په ډزو وژلې ده.

وروسته د بانک د خوړو خونې ته ننوتی او هلته یې له یوه امنیتي ساتونکي سره ډزې تبادله کړې دي.

د راپور له مخې، د پېښې پر مهال د بانک په انګړ کې شاوخوا ۳ زره او ۲۰۰ کارکوونکي موجود وو.

ځايي چارواکو ویلي، د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي، څو د برید انګېزه او د بریدګر د اقدام لامل معلوم شي.

تر اوسه د بریدګر د هویت او د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here