ایران د هند، چین، عراق او قطر سوداګریزو بېړیو ته د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ په برخه کې له محدودیتونو معافیت ورکړی دی.
د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېټې مرستیال امیر حیات مقدم ویلي، د دغو څلورو هېوادونو بېړۍ کولای شي د ایران له لوري د لګول شویو محدودیتونو پرته له دې ستراتیژیک تنګي تېرې شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د هند د بېړیو د تګ راتګ اسانتیا د ایران د درملو د وارداتو او د چین د بېړیو معافیت له بیجینګ څخه د سیاسي ملاتړ ترلاسه کولو له موخې سره تړاو لري.
د هغه په وینا، د هند او چین بېړۍ د تګ راتګ فیس ورکوي، خو د قطر بېړۍ له فیس پرته تېرېږي. د عراقي بېړیو د فیس په اړه یې څه نه دي ویلي.
دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي، چې د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د جګړې له امله د هرمز تنګي له لارې د نړیوالې سوداګرۍ او انرژۍ لېږد له محدودیتونو سره مخ شوی دی.

