چهارشنبه, نوومبر 4, 2026
Homeافغانستانعزیزي: هېواد کې د برېښنا پروژې ترڅنګ د روغتونونو او طبي پوهنتون...

عزیزي: هېواد کې د برېښنا پروژې ترڅنګ د روغتونونو او طبي پوهنتون د جوړولو جارې پیل شوې

د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید پروګرام د پلي کېدو په لړ کې د جوزجان ولایت د شبرغان ولسوالۍ د جنګل کلان د طبیعي ګازو کان او د بغلان ولایت د پلخمري د ډبرو سکرو کان د اکتشاف او استخراج قراردادونه د طالبانو حکومت د اړوندو ادارو او عزیزي کانونو او پټرولیم شرکت ترمنځ لاسلیک شول.

د عزیزي ګروپ رییس میرویس عزیزي ویلي، د دغو قراردادونو د لاسلیک په مراسمو کې، چې په کابل کې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې ترسره شول، ګډون کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې له ملا عبدالغني برادر، د کابینې له یو شمېر وزیرانو او د خپلواکو ادارو له رییسانو سره یې هم د برېښنا تولید، د طبیعي ګازو او ډبرو سکرو د کانونو د استخراج او اړوندو پروژو په اړه خبرې کړې دي.

عزیزي تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د عزیزي ګروپ له لوري په کابل کې د سرطان روغتون، نسايي ولادي روغتون او طبي پوهنتون د جوړولو چارې په عملي ډول پیل شوې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here