چهارشنبه, نوومبر 4, 2026
Homeکورپاڼهاوباما:امریکایان د تفرقې پر ځای د یووالي سیاست غواړي

اوباما:امریکایان د تفرقې پر ځای د یووالي سیاست غواړي

د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما د دغه هېواد د منځمهاله ټاکنو د پایلو په غبرګون کې ویلي، چې امریکایان د داسې سیاست غوښتونکي دي چې د تفرقې پر ځای یووالی رامنځته کړي او مشران یې د خلکو ستونزو ته مشخصې حل‌لارې وړاندې کړي.

اوباما د چهارشنبې په ورځ، د نومبر ۴مه، په خپله ایکس‌پاڼه کې د ټاکنو له نوماندانو، انتخاباتي مسوولانو او داوطلبانو څخه د ټاکنو په ترسره کولو کې د دوی د ونډې له امله مننه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د بېلابېلو سیاسي لیدلورو لرونکي نوماندان د ګډو ارزښتونو او خلکو ته د خدمت په موخه سره یوځای شوي وو.

اوباما زیاته کړې، چې د اوسني حکومت د کاري مودې د پاتې دوو کلونو په جریان کې باید د بدلونونو د رامنځته کولو، د نورو زیانونو د مخنیوي او د راتلونکي لپاره د زمینې برابرولو هڅې وشي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here