د افغان کرکټ شنونکي بشیر غروال د افغانستان غوره لیګ (APL) د لوبغاړو د ډرافټ پر بهیر نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په دې پروسه کې یو شمېر مستحق او بااستعداده لوبغاړي له پامه غورځول شوي دي.
غروال پر خپله لیکنه کې ویلي، په تجارتي لیګونو کې سلیقوي چلند چندان نوې خبره نه ده، خو د اندېښنې وړ موضوع د ځینو مخکښو لوبغاړو محدود فکري لید او د شخصي اړیکو اغېز دی.
نوموړي زیاته کړې، په ډرافټ کې داسې لوبغاړي پاتې شوي چې د افغانستان غوره لیګ ګډون به یې د نړیوال کرکټ پر لور د پرمختګ لپاره مهم فرصت برابر کړی وای.
د هغه په باور، ځینې لوبغاړي د وړتیا پر ځای د دوستۍ او شخصي اړیکو له مخې غوره شوي دي.
غروال د خپلې لیکنې په پای کې د افغان کرکټ پر وضعیت په نیوکه لیکلي: «دا افغانستان دی!»

