پنجشنبه, اکتوبر 15, 2026
Homeکورپاڼهاېکس د امریکا د ټاکنو په درشل کې له ایران سره تړلي...

اېکس د امریکا د ټاکنو په درشل کې له ایران سره تړلي حسابونه بند کړي

د ټولنیزو رسنیو پلاتفورم اېکس وايي، د امریکا د منځمهالو ټاکنو په درشل کې یې د ایران، روسیې او چین له دریو شکمنو بهرنیو نفوذ لرونکو عملیاتو سره تړلي څه باندې ۱۳ زره حسابونه بند کړي دي.

د اېکس د نړیوالو دولتي اړیکو ډلې په وینا، دغو شبکو له جعلي حسابونو د سیاسي مطالبو د خپرولو او پراخولو لپاره کار اخیست او د بېلابېلو سیاسي لورو نوماندان او مشهور شخصیتونه یې په نښه کول.

شرکت د ایران اړوند حسابونو کره شمېر نه دی په ډاګه کړی او د دغو فعالیتونو په اړه یې نور جزییات هم نه دي ورکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here