د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي د پاکستان د حکومت او پوځ د سپکاوي هڅه کوله.
نوموړي ویلي، نن سبا ټوله نړۍ له پاکستانه وېرېږي، خو سهیل افریدي د دغه هېواد پوځي او حکومتي ځواک ته پام نه کاوه او هڅه یې کوله چې د نړۍ په کچه د یوه ځواکمن پوځ او حکومت سپکاوی وکړي.
خواجه اصف همداراز ټولو هغو سیاستوالو ته ګواښ کړی چې د پاکستان د حکومت او پوځ سپکاوی کوي.

