د فلسطیني بندیانو ټولنه وايي، اسرائیلي ځواکونو د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې څه باندې ۲ زره فلسطیني ماشومان نیولي او ۳۵۰ یې لا هم په سختو شرایطو کې ساتل کېږي.
دې ټولنې په خپل تازه راپور کې ادعا کړې چې نیول شوي ماشومان له ګواښلو، ربړونې، لوږې او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي له محرومیت سره مخ دي.
ټولنې په نړیوالو غږ کړی چې د ماشومانو د خوشې کولو، د سرغړونو د څېړلو او د ناوړه چلند د پای ته رسولو لپاره عملي اقدامات وکړي.

