یکشنبه, سپتمبر 27, 2026
Homeکورپاڼهزما او د ډاکټر نجیب خونړۍ لیدنه

زما او د ډاکټر نجیب خونړۍ لیدنه

شپه له نیمایي اوښتې وه. موږ په درېیم مکروریان کې اوسېدو. هغه وخت د درېیم مکروریان د دوولسم بلاک د کورونو سیوري د هوايي ډګر د سړک پر لوري وو. ماما مې ډاکټر ناصر، په وارخطایۍ له خوبه راویښ کړو او ویې ویل:

«یو ساعت کېږي چې ګورم، د هوايي ډګر پر سړک د موټرو ګڼ کتارونه په ډېرې چټکۍ روان دي.»

کله چې کړکۍ ته ورغلم، وینم چې موټرونه په ډېر سرعت د هوايي ډګر پر لوري روان دي. ټول نظامي موټرونه وو. دا هماغه وخت و چې د مجاهدینو حکومت د هېواد له شماله د شاتګ پرېکړه کړې وه.

موږ بېرته ویده شوو؛ خو سبا سهار د ځوانانو د تکبیرونو په نعرو له خوبه راویښ شوو. یو ټانک د دوولسم «الف» بلاک ته نږدې راغلی و، سپین بیرغ یې درلود او داسې ښکارېده چې ط ا ل-بانو واک په لاس کې اخیستی دی.

هلکان د دوړو او خاورو په منځ کې د ټانک تر سیوري لاندې ورک وو. د تکبیرونو د نعرو غږونه د ټانک له اوسپنیزو زنځیرونو سره ګډېدل او د مکروریانو د بندو بلاکونو په هډوکو کې یې انګازې کولې.

له کوره ووتم. هلکانو ټولو ویل:

«راځئ، اریانا څلورلارې ته ځو، ډاکټر نجیب به ووینو. وایي په دار یې ځړولی دی.»

ټول پلي روان شوو…

کله چې د درېیم مکروریان له مارکېټ څخه د امریکا سفارت پر لوري روان شوو، ډله ډله خلک د اریانا څلورلارې په لور روان وو. بالاخره څلورلارې ته نږدې شوو. د خلکو شمېر ډېر زیات و.

له لرې مې دوه جسدونه ولیدل چې د سمنټي ترافیکي غرفې پر سر ځړول شوي وو. یو یې جینز پتلون او سپین بوټان پر پښو وو او د بل پر تن کالي وو.

هر څومره چې ورنږدې کېدې، هغومره به دې هغه درد، چې دوی د اعدام تر مخه تېر کړی و، په خپله غوښه او پوستکي کې احساساوه.

په ډېر زحمت د خلکو له ګڼې ګوڼې را تېر شوو او د ډاکټر نجیب جسد ته ورنږدې شوو.

ما هغه له څو مترو واټنه ولید.

ډېر په وینو لړلی و. د وینې بوی یې تر پوزې رسېده. خو ماته ان د دار په سر هم مقتدر ښکارېده. د خلکو او ملکي جامو لرونکو وسله والو په هغه ستره ګڼه ګوڼه کې لا هم یو سر او یوه غاړه له ټولو سربلند ښکارېده.

هغه په دار نه و ځړول شوی؛ یوازې جسد یې د سمنټي ترافیکي غرفې پر سر د رسۍ په وسیله ځړول شوی و.

یو څه وخت مې د هغه څېرې ته ځیر ځیر وکتل.

ښه مې په یاد وو، کله چې ژوندی و او په تلویزیون کې به مې لیده؛ په ډېر اقتدار او کلک هوډ به یې خبرې کولې.

نه پوهېږم ولې، خو ناڅاپه مې په ذهن کې یوه خړه خاطره را وګرځېده.

زموږ کور په خیرخانه کې و. د شهنواز تڼي د کودتا وخت و. د ګاونډیو ښځې زموږ په انګړ کې ټولې راټولې شوې وې او په ډېر درنښت او ویاړ یې ویل:

«خدایه! ډاکټر نجیب سلامت وساته، چې په دې وطن کې مو د دغو خاینینو له شره وژغوري.»

وروسته مې را په یاد شول چې د کودتا له ناکامېدو وروسته هغه په تلویزیون کې په هماغه خپل پوره اقتدار او کلک هوډ خبرې کولې.

ما هغه د پولادو له جنسه جوړ داسې اتل ګاڼه چې هېڅوک یې له پښو نه شي راغورځولی.

خو هغه ورځ مې ولیدل چې لا هم اتل دی؛

هغه اتل چې په ډېرې مېړانې دار ته ختلی و.

هغه اتل چې لا هم مړ شوی نه و؛ یوازې هغه خنجرونه چې له شا څخه پرې لګېدلي وو، وینه یې پر ځمکه تویه وه.

او لا هم په خپل اقتدار او کلک عزم نعره وهي چې:

«دوست دارم این وطن را، کوه او را…»

نستوه نادري

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here