دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د سعودي له دلتا شرکت سره د نفت او...

د طالبانو حکومت د سعودي له دلتا شرکت سره د نفت او ګازو د اکتشاف او استخراج قرارداد لاسلیک کړ

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات ولایت د کشک–تیرپل سیمې د نفت او ګازو د اکتشاف او استخراج قرارداد د سعودي عربستان د «دلتا انټرنیشنل» شرکت سره لاسلیک کړی دی.

د قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري وویل، د دغه قرارداد په عملي کېدو سره به د افغانستان د ګاز اړتیا تأمین شي.

ښاغلي بدري زیاته کړه چې د نفت او ګازو د سرچینو استخراج به د هېواد د انرژۍ په برخه کې د ځان‌بسیاینې لپاره مهم ګام وي.

د «دلتا انټرنیشنل» شرکت د سعودي عربستان له هغو شرکتونو دی چې په افغانستان کې یې د نفت او ګازو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.

د شرکت اجرائیوي رئیس شاهر التقي تر دې وړاندې هم له افغان چارواکو سره د نفت او ګازو د اکتشاف او استخراج په اړه خبرې کړې وې.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، د دې قرارداد موخه په هرات کې د نفت او ګازو د زیرمو موندل او استخراج او په دې برخه کې د بهرنیو پانګونو جذبول دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here