یکشنبه, سپتمبر 6, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت په بدخشان کې جمعه‌خان فاتح ته نږدې کسان له...

د طالبانو حکومت په بدخشان کې جمعه‌خان فاتح ته نږدې کسان له دندو ګوښه کړي

د افغانستان انټرنشنل په نوم رسنۍ د سیمه‌ییزو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت په تېره یوه اوونۍ کې د بدخشان د نسي ولسوالۍ یو شمېر محلي کارکوونکي چې له جمعه‌خان فاتح سره یې نږدې اړیکې لرلې، له دندو ګوښه کړي دي.

د سرچینو په وینا، یوازې د نسي ولسوالۍ د سرحدي کمېسارۍ شاوخوا ۱۰ کارکوونکي له دندو لېرې شوي او د پولیسو قوماندانۍ او د محلي ادارې یو شمېر نور کسان هم له دندو ګوښه شوي دي.

سرچینې وايي، د طالبانو حکومت په درواز او بدخشان کې د خپلو ځواکونو د تشکیلاتو د بیا کتنې امر کړی او هغه کسان په نښه کوي چې د جمعه‌خان فاتح له لوري په دندو ګمارل شوي وو.

دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې په نسي کې د طالبانو د حکومت او د جمعه‌خان فاتح د کسانو ترمنځ له سختو نښتو وروسته فاتح له خپلو یو شمېر کسانو سره طالبانو ته تسلیم شو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here