د افغانستان انټرنشنل په نوم رسنۍ د سیمهییزو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت په تېره یوه اوونۍ کې د بدخشان د نسي ولسوالۍ یو شمېر محلي کارکوونکي چې له جمعهخان فاتح سره یې نږدې اړیکې لرلې، له دندو ګوښه کړي دي.
د سرچینو په وینا، یوازې د نسي ولسوالۍ د سرحدي کمېسارۍ شاوخوا ۱۰ کارکوونکي له دندو لېرې شوي او د پولیسو قوماندانۍ او د محلي ادارې یو شمېر نور کسان هم له دندو ګوښه شوي دي.
سرچینې وايي، د طالبانو حکومت په درواز او بدخشان کې د خپلو ځواکونو د تشکیلاتو د بیا کتنې امر کړی او هغه کسان په نښه کوي چې د جمعهخان فاتح له لوري په دندو ګمارل شوي وو.
دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې په نسي کې د طالبانو د حکومت او د جمعهخان فاتح د کسانو ترمنځ له سختو نښتو وروسته فاتح له خپلو یو شمېر کسانو سره طالبانو ته تسلیم شو.

