یکشنبه, سپتمبر 6, 2026
Homeسیاستد ټرمپ استازي له پوتین سره له درې ساعته خبرو وروسته کییف...

د ټرمپ استازي له پوتین سره له درې ساعته خبرو وروسته کییف ته ولاړل

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي سټیو ویتکاف او جرد کوشنر له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له درې ساعته خبرو وروسته د یکشنبې په ورځ د اوکراین پلازمېنې کییف پر لور روان شول.

د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، د شنبې ورځې خبرې د پوتین په کوربه‌توب د ماښامنۍ تر ډوډۍ پورې وغځېدې.

د کرملین مرستیال یوري اوشاکوف خبرې «ګټورې» بللي او ویلي یې دي چې امریکايي استازو د احتمالي سولې لپاره پر بېلابېلو لارو خپل نظرونه وړاندې کړل.

خو د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف وویل چې په خبرو کې «نوي نظرونه» نه دي مطرح شوي.

په ورته مهال، پوتین امر کړی چې پر کییف بریدونه دې د درېیو ورځو لپاره ودرول شي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي هم ویلي چې اوکراین به تر دوشنبې پورې پر مسکو برید ونه کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here