د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي سټیو ویتکاف او جرد کوشنر له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له درې ساعته خبرو وروسته د یکشنبې په ورځ د اوکراین پلازمېنې کییف پر لور روان شول.
د سياېناېن د راپور له مخې، د شنبې ورځې خبرې د پوتین په کوربهتوب د ماښامنۍ تر ډوډۍ پورې وغځېدې.
د کرملین مرستیال یوري اوشاکوف خبرې «ګټورې» بللي او ویلي یې دي چې امریکايي استازو د احتمالي سولې لپاره پر بېلابېلو لارو خپل نظرونه وړاندې کړل.
خو د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف وویل چې په خبرو کې «نوي نظرونه» نه دي مطرح شوي.
په ورته مهال، پوتین امر کړی چې پر کییف بریدونه دې د درېیو ورځو لپاره ودرول شي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي هم ویلي چې اوکراین به تر دوشنبې پورې پر مسکو برید ونه کړي.

