د افغانستان پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح د طالبانو د حکومت پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له «ملي ناورین او ملي بحران» پرته بل هېڅ شی د «ملي» صفت نه لري.
صالح په یوه تازه څرګندونه کې ویلي، د اوسني وضعیت پر وړاندې باید د مبارزې او له بحران د وتلو په اړه فکر وشي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د طالبانو د حکومت د لوړ پوړو او ټیټ پوړو چارواکو ترمنځ په دې وروستیو کې د ملي کلمې د نفي کولو پر سر بحثونه تاوده شوي.

