د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک د پاکستان او ایران د ګډې سوداګرۍ کمېټې د لسمې غونډې لپاره اسلاماباد ته رسېدلی دی.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، دغه غونډه سبا د اګست په ۴مه ترسره کیږي او موخه یې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.
په دې غونډه کې به د دواړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي او سوداګریز پلاوي ګډون وکړي. د ایران ۲۲ کسیز دولتي پلاوی او د ایران د سوداګرۍ خونې په مشرۍ ۱۶ کسیز سوداګریز پلاوی به هم په کې برخه واخلي.

