دوشنبه, اگست 3, 2026
Homeاقتصادد ایران د صنعت وزیر اسلام‌اباد ته رسېدلی؛ سبا د ګډې سوداګرۍ...

د ایران د صنعت وزیر اسلام‌اباد ته رسېدلی؛ سبا د ګډې سوداګرۍ کمېټې لسمه غونډه کې ګډون کوي

د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک د پاکستان او ایران د ګډې سوداګرۍ کمېټې د لسمې غونډې لپاره اسلام‌اباد ته رسېدلی دی.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، دغه غونډه سبا د اګست په ۴مه ترسره کیږي او موخه یې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.

په دې غونډه کې به د دواړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي او سوداګریز پلاوي ګډون وکړي. د ایران ۲۲ کسیز دولتي پلاوی او د ایران د سوداګرۍ خونې په مشرۍ ۱۶ کسیز سوداګریز پلاوی به هم په کې برخه واخلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here