جمعه, جولای 31, 2026
Homeافغانستاند تورخم ۱۰ میاشتنی بندښت؛سوداګر او کارګران د پراخو اقتصادي زیانونو خبرداری...

د تورخم ۱۰ میاشتنی بندښت؛سوداګر او کارګران د پراخو اقتصادي زیانونو خبرداری ورکوي

د تورخم فرضي لارې د لس میاشتني بندښت له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري سخته اغېزمنه شوې او د سوداګرو په وینا، د وارداتو او صادراتو په برخه کې پښتونخوا ته له ۳۰۰ میلیارده کلدارو زیات زیان اوښتی دی.

د تورخم ګمرک د تصفیې کارکوونکو مشر مجیب شینواري ویلي، د لارې تړل کېدو له امله افغان او پاکستاني سوداګر، موټر چلوونکي او زرګونه مزدوران له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

بل لور، د باړې سیاسي اتحاد مشر هاشم خان اپرېدي د پاکستان له حکومت او د طالبانو له حکومت غوښتي چې د بشري خواخوږۍ له مخې د تورخم لار زر تر زره پرانیزي.

هغه ویلي، د لارې بندښت یوازې د یوې سیمې ستونزه نه ده، بلکې د خېبر پښتونخوا او د پښتنو پر اقتصاد یې پراخ اغېز کړی او افغان ناروغان هم له ستونزو سره مخ شوي دي.

ټاکل شوې چې د تورخم د بندښت پر ضد د اګست په دویمه نېټه په لنډي کوتل کې ولسي احتجاجي غونډه هم ترسره شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here