جمعه, جولای 31, 2026
Homeاقتصادبلوچستان: د سکرو په کان کې مرګونې چاودنه؛ ۱۸ کان‌کیندونکي وژل شوي...

بلوچستان: د سکرو په کان کې مرګونې چاودنه؛ ۱۸ کان‌کیندونکي وژل شوي او ۱۴ نور بند پاتې دي

د پاکستان د بلوچستان ایالت د سکرو په یوه کان کې د ګاز چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۸ کان‌کیندونکي وژل شوي او ۱۴ نور لا هم بند پاتې دي.

د راپورونو له مخې، چاودنه د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان د مرکز کوټې ښار ته څېرمه د سورانج (Sorang) په سیمه کې شوې ده. د بلوچستان حکومت ویلي، د پېښې پر مهال د کان په هغه برخه کې چې وروسته نړېدلې، ۳۶ کارکوونکي موجود وو.

چارواکي وایي، لومړني معلومات ښيي چې چاودنه ښايي د میتان ګاز د راټولېدو له امله رامنځته شوې وي.

د کانونو یو چارواکي ویلي، زورورې چاودنې دوه نږدې کانونه هم زیانمن کړي دي.

په بلوچستان کې د کانونو د خوندیتوب په اړه مخکې هم اندېښنې راپورته شوې دي، ځکه د ګاز چاودنې او د خوندیتوب د کمزورو شرایطو له امله څو ځل د کان‌کیندونکو د مرګ پېښې تکرار شوې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here