د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وسیله جوړې شوې ویډیوګانې ورځ تر بلې ډېرېږي او ډېری خلک داسې محتوا ویني چې اصلي ښکاري، خو په حقیقت کې کمپیوټري جوړه شوې وي.
کارپوهان وايي، د AI ویډیوګانو د پېژندلو لپاره باید یوازې د ویډیو پر کیفیت باور ونه شي، ځکه اوس نوې ټکنالوژۍ داسې ویډیوګانې جوړوي چې د اصلي ثبت شوو ویډیوګانو په څېر ښکاري.
د ویډیو د جعلي والي د معلومولو لپاره ځینې نښې:
د تصویر کیفیت: که ویډیو ډېره مبهمه، پیکسلپیکسل یا غیرطبیعي ښکاري، د شک وړ ده؛ خو خراب کیفیت تل د جعلي والي معنا نه لري.
د مخ او بدن حرکتونه: د انسان د پوستکي رنګ، سترګې، ویښتان، جامې او د بدن حرکات کله ناکله په AI ویډیوګانو کې غیرطبیعي ښکاري.
د ویډیو لنډوالی: ډېری AI جوړې شوې ویډیوګانې لنډې وي، ځکه د اوږدو ویډیوګانو جوړول لا هم ستونزمن دي.
ناڅاپي بدلونونه: که په ویډیو کې د صحنې، څېرې یا شالید ناڅاپي بدلونونه وي، کېدای شي جعلي وي.
د ټکنالوژۍ متخصصین وايي، یوازې پر سترګو باور نور کافي نه دی، ځکه مصنوعي ځیرکتیا په چټکۍ پرمختګ کوي او هغه نښې چې نن د جعلي ویډیو د پېژندلو لپاره کارېږي، ښايي په راتلونکې کې له منځه ولاړې شي.
کارپوهان ټینګار کوي چې د هرې ویډیو تر لیدلو وروسته باید د هغې سرچینه، خپروونکی، وخت او د نورو باوري رسنیو تایید هم وکتل شي.
دوی وايي، په راتلونکو کلونو کې به د معلوماتو د باور لپاره تر ټولو مهمه خبره د ویډیو بڼه نه، بلکې دا وي چې ویډیو له کوم ځایه راغلې، چا خپره کړې او ایا باوري سرچینې یې تاییدوي که نه.
مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتو په نړۍ کې یوه نوې ننګونه ده، خو د رسنیز پوهاوي، تخنیکي حللارو او دقیقې ارزونې له لارې ورسره مبارزه کېدای شي.

