د افغانستان کرکټ بورډ پخواني مشر عزیزالله فضلي خبر ورکړی چې افغان کرکټ بورډ له لویې دسیسې ژغورل شوی او یو شمېر کړیو هڅه کوله له افغانانو د کرکټ یوازنۍ خوشالي هم واخلي.
فضلي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې تېره چهارشنبه د افغانستان د کرکټ په اړه یوه مهمه او د خیر پرېکړه کېدونکې وه، خو اوس دغه بهیر د محدود وخت لپاره وځنډول شو.
نوموړي د یادې پرېکړې او بهیر په اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو زیاته کړې یې ده چې په خپل مناسب وخت کې به پرېکړه ترسره شي او د افغانستان د کرکټ د لا پرمختګ او بریالیتوب لامل به شي.
عزیز الله فضلي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې داسې ګنګوسۍ وې چې ښایي نوموړی یو ځل بیا د افغانستان کرکټ بورډ مشر وټاکل شي. که څه هم په دې اړه د رسمي سرچینو له لوري په پټه او ښکاره رسنیو ته څه نه دي ویل شوي خو بیا هم افغان مینه والو او کرکټ شننونکو هیله ښودلې چې د کرکټ بورډ په مشرتابه کې بدلون راشي ځکه دوی ادعا کوي دغه مهمه اداره اوس د څو مافیایي کړیو په انحصار کې ده.
بل لور د طالبانو حکومت هم تر اوسه د افغان کرکټ بورډ په مشرتابه کې د ادلون بدلون راوړلو لپاره کومه لېوالتیا نه ده ښودلې

