د ایران د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي امیر قلعهنويي ویلي، د ۲۰۲۶ نړیوال جام له نیوزیلنډ سره په لومړۍ لوبه کې تر مساوي کېدو څو ساعته وروسته ورته وویل شول چې باید امریکا پرېږدي او بېرته مکسیکو ته خپل تمریناتي کمپ ستانه شي.
قلعهنويي ویلي، لوبغاړو ته د استراحت او دمې لپاره کافي وخت هم ورنه کړل شو او دې وضعیت د لوبډلې پر ذهنیت چمتووالي اغېز کړی دی.
خو د امریکا چارواکو د ایران د شکایت په ځواب کې ویلي چې دا پرېکړه نوې نه وه او ایران له مخکې خبر و.
د سپینې ماڼۍ د فیفا د کاري ډلې چارواکي ویلي، د ایران لوبډلې ته مخکې ویل شوي وو چې د لوبو لپاره امریکا ته ننوتی شي، خو له لوبې وروسته باید بېرته خپل کمپ ته ستنه شي.
راپورونه ښيي چې د نړیوال جام پر مهال د ایران ځینې چارواکي او د پلاوي غړي د ویزو له ستونزو سره هم مخ شوي دي. همداراز د ایران لوبغاړی مهدي ترابي له لومړۍ لوبې وروسته د ویزې له ستونزې سره مخ شو، ځکه لومړنۍ ویزه یې د یوه ځل ننوتلو لپاره وه، خو وروسته ورته نوې څو ځله ننوتونکې ویزه برابره شوه.
د یادونې وړ ده چې د ایران لوبډله له نړیوال جام نه ده ایستل شوې، بلکې د سفر او ویزې د شرایطو له مخې له لوبې وروسته بېرته مکسیکو ته ستنه شوې ده.

