شنبه, جون 13, 2026
Homeکورپاڼهمتحده عربي امارات:ایران ته د درې میلیارده ډالرو د لېږد ادعاوې ناسمې...

متحده عربي امارات:ایران ته د درې میلیارده ډالرو د لېږد ادعاوې ناسمې دي

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې له اماراتو څخه ایران ته شاوخوا درې میلیارده ډالر لېږدول شوي دي.

وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، د ځینو نړیوالو رسنیو له لوري خپرې شوې ادعاوې حقیقت نه لري او له واقعیت سره هېڅ تړاو نه لري.

د اعلامیې له مخې، د ایران هېڅ کنګل شوې شتمني د اماراتو له لارې نه ده ازاده شوې، نه انتقال شوې او نه هم لېږدول شوې ده.

اماراتي چارواکو ټینګار کړی چې د ایران د مالي شتمنیو د انتقال په اړه خپاره شوي راپورونه بې‌بنسټه دي او ناسم معلومات وړاندې کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here