شنبه, جون 13, 2026
Homeکورپاڼهاوپیک د نفتو د نړیوالې تقاضا اټکل راکم کړ

اوپیک د نفتو د نړیوالې تقاضا اټکل راکم کړ

د نفتو صادرونکو هېوادونو سازمان (اوپیک) ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې به د نړۍ د نفتو تقاضا تر پخوانیو اټکلونو کمه وي.

د اوپیک په تازه راپور کې راغلي چې اقتصادي ستونزې او د انرژۍ بازار بې‌ثباتي د نفتو پر مصرف اغېز کړی دی.

د راپور له مخې، د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د اقتصادي ودې ورو کېدو او د انرژۍ د لوړو بیو له امله د نفتو د کارونې کچه کمه شوې ده.

اوپیک هیله ښودلې چې په راتلونکو کلونو کې به بازار بېرته ښه شي.

کارپوهان وايي، د نفتو د تقاضا هر ډول بدلون کولی شي د تیلو پر نړیوالو بیو او اقتصادي فعالیتونو اغېز وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here