د جرمني د هامبورګ هوايي ډګر کې د امنیتي سرغړونې له امله ټول ټرمینلونه او د الوتنو چارې په موقتي ډول ځنډول شوې دي.
د راپورونو له مخې، یو ناپېژندل شوی کس د هوايي ډګر خوندي سیمې ته ننوتی و، چې له امله یې فدرالي پولیسو د امنیتي ساحو د تخلیې عملیات پیل کړل او پراخه پلټنې یې ترسره کړې.
جرمن پولیسو وروسته یو شکمن کس نیولی او د پېښې په تړاو یې څېړنې روانې کړې دي.
د امنیتي تدابیرو له امله د الوتنو د وتلو بهیر هم درول شوی و.
چارواکو ویلي، هغه ټول مسافر چې له امنیتي تلاشۍ تېر شوي وو، له ټرمینل څخه ایستل شوي او اړ شوي چې د سفر له دوام مخکې یو ځل بیا امنیتي معاینه ترسره کړي.

