جمعه, جون 12, 2026
Homeکورپاڼهپه هرمز تنګي؛د امریکا په برید کې هندي وګړي په نښه شوي

په هرمز تنګي؛د امریکا په برید کې هندي وګړي په نښه شوي

هرمز تنګي ته په نږدې سیمه کې د تېلو په یوه ټانکر د امریکا متحده ایالاتو په برید کې د هند درې سمندري کارکوونکي وژل شوي.

د ملګرو ملتونو د خبرونو مرکز UN News نن جمعه په یو راپور کې ویلي چې برید د چهارشنبې په ورځ د عمان په سمندري اوبو کې د پالو تر بیرغ لاندې د «سېټېبېلو» په نوم د تېلو پر ټانکر شوی.

هند او د ملګرو ملتونو اړوند نړیوالې سمندري ادارې (IMO) برید غندلی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي په بېړۍ کې ۲۴ هندي سمندري کارکوونکي سپاره وو چې له ډلې یې ۲۱ ژغورل شوي او درې نور ورک وو.

د ملګرو ملتونو سمندري ادارې ټینګار کړی چې په هر حالت کې باید د سمندري کارکوونکو ژوند خوندي اوسي.

یادې ادارې همداراز ویلي چې له دې پېښې سره د کړکېچ له پیل راهیسې په ټوله کې د وژل شویو سمندري کارکوونکو شمېر ۱۴ ته ورسېد.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here