پنجشنبه, جون 11, 2026
Homeکورپاڼهافغان ابدالیانو؛د هند الف لوبډلې پر وړاندې لوبه وګټله

افغان ابدالیانو؛د هند الف لوبډلې پر وړاندې لوبه وګټله

د سریلانکا په کوربتوب د افغانستان، هند او سریلانکا د الف لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ په چوکاټ کې نن افغان ابدالیان د هند الف لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شول.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د سریلانکا په ډمبولا ښار کې د ورښت له امله د لوبې لومړۍ پاڼۍ ۴۹ اوورونو ته راښکته شوه چې هندۍ لوبډلې په کې د نهه لوبغاړو په زیان ۳۴۹ منډې وکړې.

د دویمې پاڼۍ له پیل وړاندې هم باران وورېدو چې یو ځل بیا د لوبې اوورونه ۳۸ او هدف ۲۹۴ منډو ته را کم شو.

افغان ابدالیانو په دویمه پاڼۍ کې تر ۲۶م اوور د دوه لوبغاړو په زیان ۱۷۷ منډې کړې وې چې بیا د هوا د خرابېدو او ورښت له امله لوبه وځنډېده چې بلاخره یې د ډي اېل اېس میتود له مخې د ۴ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

د افغان ابدالیانو دویمه لوبه د جون په ۱۳مه د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here