د افغانستان او هند ترمنځ د روانې ټسټ لوبې دویمه ورځ د کوربه لوبډلې په برلاسۍ پای ته ورسېده.
افغان لوبډلې د خپلې لومړۍ پاڼۍ په جریان کې د پنځو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۱۳ منډې جوړې کړې دي.
تر دې وړاندې هندۍ لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د ۵۶۴ منډو ستره مجموعه جوړه کړې وه، چې له امله یې اوس د افغانستان پر وړاندې ۴۵۱ منډې مخکېوالی لري.
د افغان لوبډلې له لوري رحمت شاه تر ټولو ښه توپوهنه کړې او د ورځې تر پایه په ۴۳ منډو ناسوځېدلی پاتې شوی دی.
د هند د توپ اچونې په برخه کې مانف سوتار درې افغان لوبغاړي سوځولي دي.
ټاکل شوې ده چې افغان لوبغاړي د لوبې په درېیمه ورځ خپلې توپوهنې ته ادامه ورکړي.

