لیکوال: ارمان شینواری
اسراییلو د خپل بهرني استخباراتي سازمان (موساد) د مشرتابه په کچه مهم بدلون اعلان کړی او جنرال رومن ګوفمن یې د دې ادارې د نوي مشر په توګه ټاکلی دی. ګوفمن د پنځه کلنې دورې لپاره د موساد مشري پر غاړه اخلي او د ډیویډ بارنیا ځای ناستی شوی دی.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ګوفمن د معرفۍ پر مهال هغه یو زړور، نوښتګر او د جګړې پر مهال د غیر دودیز فکر لرونکی افسر وباله. د نوموړي ټاکنه له دې امله هم د پام وړ بلل کېږي چې په اسراییلو کې معمولا د موساد مشري د همدې ادارې له دننه چارواکو څخه ټاکل کېږي، خو ګوفمن له پوځي شالید سره دې مقام ته رسېدلی دی.
د لانجمنې دوسیې سیوری
د ګوفمن ټاکنه له مخالفتونو پرته نه وه. منتقدانو د ۲۰۲۲ کال یوې لانجمنې قضیې ته اشاره کوله چې پکې د اسراییلو پوځ د ایران، حزبالله او حماس پر ضد د عربي ژبې د نفوذي عملیاتو لپاره د «آوري الماکیس» په نوم یو ۱۷ کلن ځوان کارولی و.
وروسته دغه ځوان د اسراییلو د کورني امنیت ادارې (شینبت) له لوري د امنیتي جرمونو په تور ونیول شو او نږدې اتلس میاشتې یې د بېلابېلو ډولونو بند تجربه کړ. کله چې څرګنده شوه چې نوموړی د پوځ له لوري ګومارل شوی و، دوسیه وتړل شوه.
منتقدانو ادعا کوله چې ګوفمن د دې قضیې په اړه بشپړ معلومات نه وو ورکړي، خو د اسراییلو سترې محکمې او د لوړو ګومارنو ارزونې کمېټې د هغه پر وړاندې شواهد کافي ونه بلل او د موساد د مشر په توګه یې ټاکنه تایید کړه.
له بلاروسه تر موساده
رومن ګوفمن ۴۹ کلن دی او په بلاروس کې زېږېدلی. هغه په ۱۴ کلنۍ کې اسراییلو ته کډه شوی او تر درې لسیزو زیات یې د اسراییلو په پوځ کې خدمت کړی دی.
ګوفمن د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اوومې د حماس د بریدونو پر مهال سخت ټپي شوی و، خو له رغېدو وروسته د نتانیاهو د لوړپوړي پوځي سلاکار په توګه وګومارل شو. سرچینې وايي چې نوموړي په وروستیو کلونو کې د ایران، لبنان، غزې او سوریې اړوند مهمو پوځي او امنیتي پرېکړو کې رول لوبولی دی.
د روسي ژبې د تسلط له امله هغه د نتانیاهو او کرملین ترمنځ د اړیکو مهم رابط هم بلل کېږي.
د ایران په اړه جنجالي لیدلوری
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، ګوفمن له هغو اسراییلي چارواکو څخه و چې باور یې درلود احتمالي جګړه له ایران سره د تهران د واکمن نظام د کمزوري کېدو او حتی سقوط لامل کېدای شي.
راپورونه ښيي چې دغه ارزونه یوازې د ګوفمن نظر نه و، بلکې د موساد د ځینو لوړپوړو چارواکو ترمنځ هم ورته لیدلوری موجود و.
د موساد پخواني مشر ډیویډ بارنیا هم په وروستیو کلونو کې دې پایلې ته رسېدلی و چې پر ایران فشار او هدفمند استخباراتي عملیات کولی شي د ایران دننه سیاسي او ټولنیزې بېثباتۍ ته لاره هواره کړي.
د بارنیا وروستۍ څرګندونې
ډیویډ بارنیا د خپلې دندې د سپارلو په مراسمو کې په ښکاره ډول ایران ته اشاره وکړه او ویې ویل چې اوسنی سیمهییز وضعیت باید د تهران د واکمن نظام پر ضد د فرصت په توګه وکارول شي.
هغه ادعا وکړه چې د ایران حکومت تر بل هر وخت کمزوری او تر فشار لاندې دی او زیاته یې کړه چې د ایران د سیاسي واقعیت بدلول د حکومت د بدلون له لارې یو ترلاسه کېدونکی هدف ګڼي.
بارنیا دا هدف د راتلونکو نسلونو په وړاندې یو مسوولیت وباله او ټینګار یې وکړ چې باید د اسراییلو د امنیتي لومړیتوبونو په سر کې پاتې شي.
نوی مشر، پخوانی ماموریت
ګوفمن د موساد د مشرۍ له پیل سره ویلي چې د ایران او د اسراییلو د مخالفو ډلو پر ضد د استخباراتي فعالیتونو له امله په سیمه کې د ځواک توازن بدل شوی، خو ماموریت لا بشپړ شوی نه دی.
هغه د موساد کارکوونکو ته ویلي چې د دې ادارې اصلي ځواک په پټو عملیاتو کې نغښتی دی او ژمنه یې کړې چې د حیرانتیا رامنځته کولو، نفوذ او اغېزمنتیا لپاره به د موساد استخباراتي او عملیاتي وړتیاوې لا پراخې کړي.
د رومن ګوفمن ټاکنه داسې مهال کېږي چې منځنی ختیځ لا هم له امنیتي او سیاسي کړکېچونو سره مخ دی او د اسراییلو او ایران ترمنځ سیالي د سیمې د مهمو معادلو په توګه دوام لري.

