د الحدث عربي رسنۍ د راپور له مخې، په وروستیو دوو اوونیو کې د تهران او اسلاماباد ترمنځ سیاسي همغږي کمه شوې او د دواړو هېوادونو اړیکې له نوو اختلافاتو سره مخ دي.
راپورونه ښيي چې دواړه لوري د خبرو اترو د څرنګوالي، د تماس د لارو او د احتمالي مذاکراتو د ځای په اړه ګډ تفاهم ته نه دي رسېدلي.
ویل کېږي، همدغه اختلافونو د دواړو حکومتونو ترمنځ د باور فضا زیانمنه کړې ده.
بل لور ته، پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د نویو اړیکو او غیرمستقیمو تماسونو پر پراخېدو اندېښنه ښودلې ده.
سربیره پر دې چې اسلام آباد ځان د تهران او واشنګټن ترمنځ د روغې جوړې دریمګړی بولي؛ خو هممهاله اندېښمن دی، چې ښايي د سیمې د سیاسي بدلونونو په بهیر کې له مهمو معادلو لرې پاتې شي.

