د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وانس ویلي، لا هم ډاډه نه دی چې له ایران سره به د سولې هوکړه وشي که نه، خو ټینګار یې کړی چې امریکايي پوځ «بشپړ چمتو» دی او که خبرې ناکامې شي، نو ایران بیا د بریدونه لاندې ونیول شي.
راپورونه ښیي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم خبرداری ورکړی چې که له ایران سره احتمالي هوکړه ونه شي، نو په راتلونکو دوه درې ورځو کې به «بل لوی برید» ترسره کړي. نوموړي ویلي، امریکا ایران ته د اټومي وسلو د جوړولو اجازه نه ورکوي.
بل لور ایران هم امریکا او متحدینو ته یې ګوتڅنډنه کړې چې که جګړه بېرته پیل شي، نو نوې جبهې به پرانیزي او «حیرانوونکو اقداماتو» سره به یې مخ کړي.
له دې خبرداریو سره هم مهاله، د پاکستان په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ خبرې لا هم روانې دي، خو د دواړو لوريو ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام، بندیزونو او د امریکا د پوځي حضور په اړه ژور اختلافات لا پر خپل ځای دي.
په ورته وخت، د هرمز تنګي وضعیت هم لا حساس بلل کېږي. د امریکا سمندري بندیزونو او د ایران محدودیتونو د تیلو نړیوال بازار اغېزمن کړی او د نفتو بیې ورځې تر بلې لوړیږي.

