راپورونه وايي چې نن سهار د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې بلوڅو وسلوالو د پاکستاني پوځ پر یو پوځي کاروان کمیني برید کړی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د پوځ شاوخوا شل موټر د سیمې له لارې په حرکت کې وو چې وسلهوالو پرې برید کړی.
ویل کېږي په دې برید کې لږ تر لږه دوه پوځي موټر تخریب شوي او ګڼو عسکرو ته مرګژوبله اوښتې ده.
تر اوسه د مرګژوبلې دقیق شمېر په رسمي ډول نه دی تایید شوی، خو ځینو راپورونو ادعا کړې چې له شلو زیات پاکستاني عسکر وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د پاکستان پوځ او حکومتي چارواکو تر دې مهاله د پېښې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د یادونې ده چې په وروستیو میاشتو کې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي، او بلوڅ بېلتونپالې ډلې د دغه حملو د برید مسوولیت اخلي.

