د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جين پينګ ترمنځ د چین د سفر پر مهال د امنیتي ساتونکو لفظي شخړه رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې، د پنجشنبې په ورځ کله چې دواړه مشران د اسماني معبد لیدنې ته تللي وو، د امریکا د ولسمشر له خبریالانو سره یو امریکايي امنیتي مامور غوښتل معبد ته داخل شي؛ خو چینايي امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.
چینايي چارواکو نوموړي ته ویلي چې له وسلې سره د معبد دننه د ننوتلو اجازه نه لري، چې له امله یې د دواړو خواوو ترمنځ توده لفظي شخړه رامنځته شوه.
د عیني شاهدانو په وینا، دا ناندرۍ شاوخوا نیم ساعت روانې وې.
بلخوا، بیجینګ ته د ټرمپ سفر د سختو امنیتي تدابیرو تر سیوري لاندې ترسره شوی.
راپورونه وایي چې د چین په پلازمېنه کې ګڼ سړکونه او پارکونه تړل شوي وو، او د ټرمپ د الوتکې د رسېدو پر مهال لسګونه الوتنې هم لغوه شوې وې.

